Language

د لوګر په خروار کې د قیمتي ډبرو او لرغونو اثارو نا قانونه کیندنې کېږي

پل علم (پژواک، ٨ ورى ٩٥): د لوګر سيمه ييز چارواکي وايي چې يو شمېر خلکو او وسله والو طالبانو په خروار ولسوالۍ کې د قيمتي ډبرو او تاريخي اثارو غير قانوني کيندنې پيل کړې دي، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د خروار ولسوال ثمرګل راشد د وري په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د دې ولسوالۍ په کافرکوټ او ماڼي خېلو سيمو کې طالبانو او يو شمېر خلکو د کرومايټ قيمتي ډبرو او تاريخي اثارو نا قانونه کیندنې پيل کړې دي.

هغه زياته کړه: ((طالبانو او د سيمې خلکو په کافر کوټ کې د تاريخي اثارو او په ماڼي خېلو کې د کرومايټ ډبرو غير مسلکي او بې رحمانه کيندنې پيل کړې دي.))

ولسوال وايي چې د يادو سيمو کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى او دوى نه شي کولاى د تاريخي اثارو او قيمتي ډبرو د کيندنو مخنيوي وکړي.

ده وويل: ((طالبان دغه اثار او ډبرې د پکتيا له لارې پاکستان ته قاچاق کوي او بيا يې په پيسو وسلې او نور مهمات اخلي.))

ولسوال وويل چې دغه موضوع يې په مرکز پل علم کې له سيمه ييزو چارواکو سره شريکه کړې ده، څو د مخنيوي لپاره د حل يوه لار پيدا کړي.

د خروار ولسوالۍ د سيمه ييز شورا رييس محمد ناصر هم پژواک ته وويل چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې طالبانو او د سيمې خلکو د قيمتي ډبرو او تاريخي اثارو غير قانوني کيندنې پيل کړې دي.

ده وويل: ((موږ دغه موضوع له ولسوالۍ او نورو چارواکو سره شريکه کړې، ژر يې بايد مخه ونيول شي که نه دا سيمه به له همدې امله نوره هم نا امنه شي.))

د لوګر د والي وياند سليم صالح هم د يادو خبرو په تاييد سره وويل چې سيمه ييز چارواکي په ياده موضوع خبري دي او د مخنيوي لپاره يې هلې ځلې پيل کړې دي.

ده هم وويل چې طالبانو په ياده سيمه کې د قيمتي ډبرو او تاريخي اثارو غير قانوني کيندنو ته زمينه برابره کړې ده.

خو وسله وال طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په خروار ولسوالۍ د طالبانو له لوري هېڅ ډول غير قانوني کيندنې نه کېږي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.