جلال اباد ( پژواک، ٨ ورى ٩٦): د لغمان چارواکي وايي چې د افغان کومانډو ځواکونو په ځانګړو عملیاتو او بېلا بېلو وسله والو نښتو کې د مخالفینو یو مهم قوماندان وژل شوی او درې نور یې سخت ټپيان شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وري په ٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغان کومانډو ځواکونو تېره شپه د قرغیو ولسوالۍ اړوند د چهار باغ د شرشرې سیمه کې ځانګړي عملیات تر سره کړي .
هغه زياته کړه چې ددې عملياتو په پايله کې د یادې ولسوالۍ لپاره د وسله والو مخالفینو د تش په نوم ولسوال روح الله د ګروپ یو مشهور او مخفي قوماندان نصیر احمد وژل شوی دی.
د نوموړي په وينا، په دې عملياتو کې وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي.
ځواک وايي، قوماندان نصیر احمد د هغو مشهور او مخفي تروریستانو له ډلې څخه و چې د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې به یې د امنیتي ځواکونو د لارو په اوږدو کې ماینونه ځای پر ځای کول، وخت نا وخته به یې د امبیړ له لوري پر ۲۰۱ سیلاب قول اردو میزایل توغول .
د والي وياند دغه راز وويل چې بل لور ته بیا د مرکز اړوند د شمټۍ، بدیع اباد او الیشنګ په استقامت د افغان امنیتي ځواکونو او مخالفو وسله والو تر منځ په بېلا بېلو نښتو کې درې وسله وال مخالفین شدید ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP