پل علم- غزني (پژواک، ٩ ورى ٩٦): په لوګر او غزني ولايتونو کې ملکي وګړو، طالبانو او امنيتي سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د وري په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې په مرکز پل علم، څرخ، محمد اغه او بره کي برک ولسواليو کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې عمليات روان دي.
هغه وويل چې په دغو عملياتو کې تر اوسه ٣٢ طالبان وژل شوي، ٢٨ ټپيان او ٢٢ نور ژوندي نيول شوي دي.
ده زياته کړه چې د همدې عملياتو پر مهال دوه ملکي وګړي او دوه سرتېري د طالبانو په ډزو کې وژل شوي او نهه ملکي وګړي او اته سرتېري ټپيان دي.
صالح دا هم وويل چې د عملياتو پر مهال لسګونه کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي او د هغوی يو شمېر وسلې، مهمات او موټر د امنيتي ځواکونو لاسته ته ورغلي دي.
د څرخ ولسوالۍ د شش کلا سيمې اوسېدونکي سيد اقبال پژواک ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې په دې ولسوالۍ کې عمليات روان دي.
هغه وويل چې دواړو لوري يو پر بل ډزې کوي او دواړو لورو ته مرګ ژوبله هم اوښتې خو کره شمېره يې نه وه ورته معلومه.
وسله وال طالبان هم ياد عمليات تاييدوي.
خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په تېرو څو ورځو کې په لوګر کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې ٤٢ امنيتي سرتېري وژل شوي او ٢٧ نور ټپيان دي.
ده وويل چې د همدې جګړو پر مهال د امنيتي ځواکونو نهه ټانګونه له منځه تللي او يو شمېر وسلې او مهمات يې د طالبانو لاسته ورغلي دي.
د مجاهد په وينا، په دې جګړو کې درې طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د غزني د امنيې قوماندانې وياند فهيم امرخېل پژواک ته وويل چې نن سهار د مقر ولسوالۍ په چمبرانو سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې ده.
login or register a new account.