Language

تخار کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي

تخار (پژواک، ١٠ ورى ٩٦): امنيتي چارواکي وايي چې د تخار په خواجه بهاوالدين ولسوالۍ کې د طالبانو د بريد له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي.

په شمال زون کې د سپين زر قوماندانۍ وياند محفوظ الله اکبري د وري په١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته وسله والو طالبانو د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ په لاله ګذر سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې د دغو بريدونو په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه عام وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي چې ټپيان پوليسو روغتون ته لېږدولي دي.

ده زياته کړه: ((د طالبانو د هاوان مرمۍ د استوګنې په کورونو لګېدلې چې له امله يې دغه مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.))

اکبري وايي چې په دغو بريدونو کې امنيتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو د طالبانو بريدونه يې پر شا تمبولي دي.

د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير هم دغه بريد او مرګ ژوبله تاييد کړه.

د لاله ګذر سيمې اوسېدونکي نصير پژواک ته وويل چې  وسله والو طالبانو په دې  سيمه کې د ملک تاتار په نوم د يو سيمه ييز قوماندان پر پوستې بريد کړى دى.

ده زياته کړه: ((ملک تاتار کومه رسمي وظيفه نه لري، يوازې غير مسوول وسله وال لري او په دې سيمه کې ډېر غټ قوماندان دى، د خلکو د کورونو په منځ کې يې پوسته جوړه کړې او طالبانو هم د همدې کس په پوسته حمله کړې ده.))

وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

خواجه بهاوالدين د تخار د نا امنيو ولسواليو له ډلې څخه ده چې ډېرې سيمې یې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.