مزارشريف (پژواک، ۱۲ وری ۹۶) : په بلخ کې د دوو قوماندانانو په ګډون نږدې دوه وسله وال طالبان ددوى په وينا، ځکه له سولې پروسې سره يو ځای شول چې مشرانو يې له روسيې څخه د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
د يوځاى شويو وسله والو طالبانو قوماندانانو وويل چې د دوی رهبرۍ د افغانستان له پخواني دښمن روس سره اړيکې جوړې کړې، له همدې امله يې هغوی ته له کار کولو خپل دولت غوره وباله.
د يادو طالبانو د يوځاى کېدو مراسم د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ په لرې پرته سيمه کې ترسره شول، چې د امنيتي چارواکو او د سولې کمېټې مسوولينو تر څنګ په کې قومي مشرانو او مدني فعالانو هم برخه اخيستې وه.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد د وري په ۱۲مه، د يادو مراسمو په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د چمتال ولسوالۍ د البرز سيمې نږدې دوه سوه طالبان له سولې پروسې سره يوځای شول.
نوموړي زياته کړه چې دغه وسله وال طالبان له خپلو وسلو سره د خپلو قوماندانانو خان محمد چريک او دواخان سباوون په مشرۍ له سولې پروسې سره يوځای شول.
د هغه په وينا، د يادو وسله والو مخالفينو په يو ځای کېدو د بلخ ولايت سيمه ييزې ادارې، د سولې کمېټې او په ولسی جرګې د بلخ وکيلانو منځګړتوب کړی دی.
وسله والو طالبانو له سولې پروسې سره د خپل يو ځای کېدو دليل له روسيې سره د طالبانو مشرانو اړيکې وبللې.
يوځاى شوي قوماندان دواخان چې په سيمه کې په سباوون مشهور وو، پژواک ته وويل: ((له هغه وروسته چې د طالبانو مشرانو له روسيې د ملاتړ غوښتنه وکړه؛ نو لارې مو ترې بېلې کړې او خپل دولت سره د يو ځای کېدو کوښښونه مو شروع کړل.))
نوموړي زياته کړه، که چېرې دولت کوښښ وکړي نو د دوی په څېر به تول وسله وال طالبان له دولت سره يوځای شي.
د هغه په وينا، له تېرو لسو کلونو په همدې سيمه کې د پاکستان په ملاتړ د خپل دولت پر ضد جنګېدلی، خو له دې وروسته به د خپل اسلامي دولت ملګری وي.
يوځاى شوي طالب قوماندان له دولت څخه د ارام ژوند او د دندې غوښتنه وکړه.
په همدې ډله کې له سولې پروسې سره بل يو ځای شوي قوماندان خان محمد چريک پژواک ته وويل چې په شمال کې د ټولو وسله والو طالبانو ملاتړ د پاکستان او د دغه هېواد د استخباراتي ادارې اي ايس ای لخوا کېږی.
نوموړي همداراز په شمال زون کې د ازبکستاني طالبانو د موجوديت پخلی وکړ.
د هغه په وينا، د ازبکستاني طالبانو له ډلې د طاهر يولداش زوی همدا اوس په سرپل ولايت کې له خپلو شپږ سوه وسله والو سره يوځای د افغان دولت پر ضد وسله وال فعاليت کوي.
نوموړي اندېښنه وښوده چې په شمال زون کې د پاکستان تر څنګ روسيه هم د وسله والو طالبانو ملاتړ ته مټې رانغاړلې دي.
خو هغه هم ټينګار کاوه چې افغان دولت دې له حالاتو ګټه واخلي نو د روسيې ضد ډېری طالبان به له دولت سره يوځای شي.
د بلخ ولايتي شورا ريس ډاکټر انور حديد د يادو وسله والو طالبانو يوځاى کېدل نه يوازې د بلخ د امنيت بلکې د شمال زون د امنيت لپاره ګټور وبلل.
نوموړي زياته کړه، چې يادو وسله والو طالبانو د البرز غرو لمنو کې وسله وال فعاليت کاوه چې د شمال زون په سمنګان، جوزجان او سرپل ولايتونو يې هم اغېز ښندلی و.
د هغه په وينا، دولت بايد له طالبانو څخه د روسيې د ملاتړ په تړاو ښه ګټه پورته کړي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد د بلخ د چارواکو دغه ادعا په کلکه رد کړې او ويلي دي چې دا ددول خپل کسان وو، د امتيازاتو لپاره يې دغه کار کړى دى.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې طالبانو او روسيې دواړو منلي چې له يو بل سره يې اړيکې نيولې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP