ښرنه(پژواک،١٢ورى٩٦): د پکتيکا اراضۍ ادارې چارواکي وايي چې په تېرکال کې يې ١٥٠ زره جريبه ځمکه د غاصبينو له منګلو ژغورلې،خو لاهم زرګونه جريبه ځمکه د غاصبينو په واک کې ده.
په پکتيکا کې د اراضۍ ادارې امر محمد هاشم علي خېل د وري په١٢مه د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې په تېرکال کې د سيمه ييزو چارواکو په هلو ځلو يې ١٥٠ زره جريبه ځمکه د غاصبينو له منګلو ژغورلې ده.
هغه زياته کړه چې دغه ځمکې په مرکز ښرنه، يوسف خېل، خيرکوټ او جاني خېلو ولسواليو کې د زورواکو او عامو خلکو له منګلو ژغورلي دي.
هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: (( د دې ځمکو په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي، خو يواځې ځمکې ترې اخيستل شوې دي.))
ده زياته کړه چې دغه ځمکې د يو شمېر زورواکو، دولتي چارواکو او عامو خلکو له لوري غصب شوې وې.
هغه په دې برخه کې د چا نوم ياد نه کړ.
خو علي خېل وايي چې اوس هم د پکتيکا زرګونه جريبه ځمکه د زورواکو په منګلو کې ده.
هغه وويل: (( له غصب څخه د دولتي ځمکو د خلاصون په موخه زموږ هلې ځلې ډيرې چټکې روانې دي.))
د علي خېل د معلوماتو له مخې، کومې ځمکې چې د غاصبينو له منګلو ژغورل شوي، يو شمېر يې د کرلو په موخه بېرته بزګرانو ته په اجاره ورکړل شوې دي.
د دې ولايت د خيرکوټ ولسوالۍ د ځوانانو ټولنې غړي عظمت کټوازي پژواک ته وويل چې په ډيری ولسواليو کې د ولسونو او يو شمېر قومي مشرانو له لوري دولتي ځمکي غصب شوې دي.
هغه وايي: (( دلته زورواکي نشته،يواځې قومي مشران او عام خلک دي چې دولتي ځمکې غصبوي.))
د مرکز ښرنې اوسېدونکي دولت پژواک ته وويل چې په دې ولايت کې ډيرى وخت د خلکو ترمنځ د دولتي ځمکو پر سر جګړې رامنځته کيږي.
login or register a new account.