خوست ښار (پژواک، ١٣ ورى ٩٦): چارواکي وايي چې په خوست کې د موټربم په وسیله ځانمرګي بريد کې د افغان امنيتي ځواکونو يو قوماندان او د هغه دوه ساتونکي وژل شوي او د ښوونځي شپږ زده کوونکي ټپيان شوي دي.
د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ د وري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد تېر مازديګر شاوخوا څلور بجې د دوه منده ولسوالۍ د سيد خېلو په ښارګوټي کې پر افغان امنيتي ځواکونو شوی دی.
هغه وويل، بريد داسې مهال شوی چې امنيتي ځواکونه له خپل موټره ښکته شوي او پلي روان وو.
مبارز ځدراڼ زياته کړه چې د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه لري، خو په پېښه کې د ښوونځي شپږ زده کوونکي ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا، د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی.
په ورته وخت کې يوې بلې دولتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط پژواک اژانس ته وويل چې په ياد بريد کې د سردار په نوم د افغان امنيتي ځواکونو د کنډک قوماندان او د هغه دوه ساتونکي وژل شوي دي.
د خوست د امنيې قوماندانۍ ځينې سرچينو هم پژواک ته وويل چې د بريد هدف ياد امنيتي ځواکونه وو، خو د تلفاتو په اړه يې معلومات ورنه کړل.
تر اوسه د دغه بريد مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن