پل علم (پژواک، ١٣ ورى ٩٦): د لوګر د نفوسو احوال د ثبت د مدير په ګډون څلور کسان د بډو اخيستو د جرم له امله پر يو- يو کال بند محکوم شول.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د وري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د نفوسو د احوال د ثبت مدير بختيار ژمن، د تذکرو د وېش امر نقيب الله ستانکزى او د دې ادارې د دوو نورو کارکوونکو محکمه تېره ورځ ناوخته جوړه شوې وه.
هغه وويل چې دغه کسان څو مياشتې وړاندې د پوليسو له لوري د جعلي تذکرو او بډو اخيستو له امله نيول شوي وو.
ده زياته کړه چې محکمې پر يادو کسانو د يو يو کال بند تېرولو پرېکړه کړې ده.
دغه راز د لوګر د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال محمد جان عابد هم د يادو کسانو نيول کېدل او محکمه تاييد کړل.
ده وويل چې يادو کسانو يو شمېر هغو خلکو ته هم د پيسو په مقابل کې تذکرې جوړې کړې وې چې په افغانستان کې یې شتون نه درلود.
د لوګر د حکومتي چارواکو د معلوماتو له مخې، په تېر يو کال کې ٧٨ کسان د اداري فساد په تور نيول شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP