مزارشريف (پژواک، ۱۳ وری ۹۶): په شمال زون کې د سبزيجاتو د باغچو جوړېدو په موخه له ۶زره کورنيو سره د تخمونو او کرنيزو وسايلو د مرستې لړۍ پيل شوه.
ياده مرسته په شمال زون کې د مالدارۍ او باغدارۍ د ملي پروژې برخه ده چې د وري په ۱۳مه له بلخ ولايت څخه پيل شوه.
په شمال زون کې د مالدارۍ او باغدارۍ د ملي پروژې مسوول فهيم جباري، پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پروژه د ښځو لپاره د سالمې بوختيا او د هغوی د سالمې تغذيې لپاره پيل شوې ده.
ده زياته کړه، د دې پروژې په لړ کې به د شمال زون د ۶ زره کورنيو يوې يوې مېرمنې ته په خپلو کورونو کې د سبزيجاتو د کر لپاره تخمونه او وسايل ورکول کېږي.
د هغه په وينا، دوی ته د سبزيجاتو د کر اړوند ۵۰ ډوله بېلا بېل وسايل ورکړل شي.
د بلخ ولايت د چاربولک ولسوالۍ اوسېدونکې مېرمن ليلما دولتزۍ پژواک اژانس ته وويل، دا ډول کارونه د مېرمنو لپاره د بوختيا پيدا کېدو تر څنګ اقتصادي مرسته هم ده.
نوموړې، چې په خپل کور کې يې د سبزيجاتو د کر باغچه جوړه کړې، وويل، له کرل شويو سبزيجاتو يې هم په کور کې کاروي او هم يې په بازار کې پلوري.
د هغې په خبره، د پلور له لارې يې ورسره کورنۍ اقتصادي وده هم کړې ده.
په شمال زون کې د مالدارۍ او باغدارۍ ملي پروژې مسوول فهيم جباري وويل، دغه پروژه د ټول هېواد په کچه د ۱۸۰ ميليونو امريکايي ډالرو په لګښت په بېلا بېلو برخو کې کار کوي.
ده زياته کړه، د يادې پروژې له لارې د نويو باغونو جوړېدل، د پستو ونو ساتنه، د باغونو د خړوبېدو لپاره د اوبو لګونې شبکې جوړېدل، ماهي ساتنه او روزنه، چرګانو ساتنه، د څارويو د نارغيو د درملنې په برخه کې کار کول يې مهمې برخې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP