Language

د پکتيکا پوهنتون ځينو استادانو کاري اعتصاب کړى

ښرنه (پژواک،١٤ورى٩٦): د پکتيکا پوهنتون ځينو استادانو کاري اعتصاب کړى او تور پورې کوي چې د پوهنتون رهبري د ښوونکو ترمنځ توپيري چلند کوي.

د پکتيکا پوهنتون له ٢٥ استادانو څخه ١٨ تنو د وري په ١٤مه کار اعتصاب پيل کړ.

د اعتصاب کوونکو استادانو له ډلې څخه نجيب الله عمري، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولايت د پوهنتون رهبري د ښوونکو ترمنځ توپيري چلند کوي او د ځينو استادانو حقوق نه ورکوي.

ده زياته کړه: ((د پوهنتون رييس ديکتاتور دى، د استادانو د پرمختګ مخه يې نيولې ده، د استادانو لپاره علمي شورا نه جوړېږي، د شاګردانو حقوق په خپل وخت نه ورکول کېږي او د پوهنتون شتمني هم ورکه شوې ده.))

دغه راز د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد عجیب خان هم د يادو څرګندونو په تاييد سره وويل، د پوهنتون رهبري کمزورۍ ده او د استادانو د پرمختګ مخه يې نيولې ده.

هغه زياتوي: ((د پوهنتون رهبري تعصبي اړيکي پالي، د استادانو ترمنځ توپيري چلند کوي چې دا هر څه بايد ژر حل شي.))

دوى او يو شمېر نورو استادانو ويل، تر هغه چې د دوی غوښتنې نه وي منل شوې، خپل کاري اعتصاب ته دوام ورکوي.

خو د پکتيکا پوهنتون د ادبياتو پوهنځي رييس حکيم الله پژواک ته وويل، د دې استادانو شمېر ١٣ تنه دى، چې يادې شوې ټولې غوښتنې او کاري اعتصاب د شخصي ګټو لپاره کوي.

خو دى وايي، د يادو استادانو غوښتنې د لوړو زده کړو له وزارت سره شريکې شوي او د څېړنو لپاره به يې په نږدې ورځو کې يو پلاوى دې ولايت ته سفر وکړي.

ده له يادو استادانو غوښتنه وکړه چې د شخصي ګټو په موخه پيل کړى کاري اعتصاب دې پاى ته ورسوي او محصلينو ته دې تدريس پيل کړي.

د پکتيکا پوهنتون د محصلينو استازي محمد نذير پژواک ته وويل، اعتصاب کوونکو استادانو د يادې موضوع په اړه محصلين او د پوهنتون اداره نه ده په جريان کې کړې.

ده له استادانو غوښتنه وکړه چې له خپلمنځي اختلاف دې تېر شي او تدريس دې بېرته پيل کړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.