Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

والي : کومانډو ځواکونو د عملياتو پرمهال  لس ملکي وګړي وژلي دي

لښکرګاه(پژواک، ۱۴وری۹۶): د هلمند والي ومنله چې په ګرشک ولسوالۍ کې د کومانډو ځواکونو د عملياتو پرمهال د ماشومانو په ګډون لس ملکي وګړي وژل شوي دي.

د هلمند والي حيات الله حيات دغه څرګندونې د وري په ١٤مه د يوې خبرې غونډې پرمهال وکړې.

هغه وويل چې وړمه شپه د ملي اردو کومانډو ځواکونو د ګرشک ولسوالۍ په مالګير سيمه کې د طالبانو پر يو پټنځاى عمليات کړي دي.

ده زياته کړه: (( دغو ځواکونو هلته ځينو موادو ته چاودنه ورکړې چې له امله يې يو کور نړېدلى او په کور کې د ماشومانو په ګډون لس تنه وژل شوي دي.))

والي وويل چې دغه موضوع په جدي توګه څېړي او پايلې به يې وروسته له رسنيو سره شريکې کړي.

د وژل شويو کسانو د کورنۍ يو غړي محمد ادريس پژواک ته وويل:  (( وژل شويو کسانو د کور په څنګ کې د طالبانو مرکز و، خو وړاندې تر دې چې امنيتي ځواکونه عمليات پرې وکړي طالبان له سيمې تللي وو او کله چې امنيتي ځواکونو په سيمه کې موادو ته چاودنه ورکړه، د يوې کورنۍ نهه غړي په کې و وژل شول.))

د هغه د معلوماتو له مخې، په وژل شويو کسانو کې څلور ماشومان، دوه ښځې، دوه ځوانان او يو اويا کلن سړى شامل دي.

خو د اړوندې موضوع په اړه  د ٢١٥ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي پرون پژواک ته ويلي وو : (( هلته وسله وال نه و نښته نه ده شوې او هغه ملکي وګړي چې وژل شوي، کیدای شي د طالبانو د کوم ماین په چاودنه کې وژل شوي وي او یا  هم په کومه بله  پېښه کې.))

دغه راز د يو بل خبر له مخې، نن سهار د هلمند-کندهار پر لويه لار د ملکي خلکو پر موټر ډزې شوي چې په ترڅ کې يوه ښځه وژل شوې او يو ماشوم ټپي دى.

د عبدالناصر په نوم يو تن د هلمند والي ته وويل چې د حکومت اوپراتيفي ځواکونو د دوى پر موټر ډزې کړې دي.

هغه وويل: (( ښځه او زوى مې په کې زخمي شول  وروسته مې ښځې په لاره کې ساه ورکړه.))

حيات وويل چې د دې موضوع په جدي څېړنه کوي او عاملينو ته به يې سخته سزا ورکړي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.