Language

په شمال زون کې  ۶۲ کيلومتره مربع سيمه په ماينونو پوښلې ده

مزارشريف (پژواک،۱٤وری۹۶): په شمال زون کې د ملګرو ملتونو د ماين پاکۍ برخې مسوولين وايي چې لا هم په دغه زون کې ۶۲ کيلومتره مربع سيمه په ماينونو پوښلې ده، چې له امله يې هره مياشت په منځنۍ کچه ۱۴ عامو وګړو ته مرګه ژوبله اوړي.

په مزارشريف ښار کې د ملګرو ملتونو د ماين پاکۍ برخې مسوول عبدالوکيل د وري په ۱۵مه، د تېر زيږديز کال د راپور وړاندې کېدو په پروګرام کې وويل چې د شمال زون په پنځو ولايتونو بلخ، سمنګان، سرپل، جوزجان او فارياب کې ۵۰ ټيمونو د ماين پاکۍ په برخه کې کار کړی دی.

نوموړي زياته کړه چې دوی تېر کال په دغه زون کې د ۵ کيلومتره مربع ساحې په پاکېدو توانېدلي دي.

خو اندېښنه يې وښوده چې د شمال زون په ۶۲ کيلومتره مربع ساحه  کې لا هم په ماينونو شته دي.

عبدالوکيل وويل چې د همدې ساحې له امله په شمال زون کې هره مياشت په منځنۍ کچه ۱۴ عام وګړي د ماينونو قرباني کېږي.

نوموړي جګړه، د ماين پاکۍ د چارو پر وړاندې له ټولو ستر خنډ وباله.

د هغه په وينا، اوس هم جګړه روانه ده او د جګړې په اوږدو کې ماينونه  خښيږي بيا ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.

عبدالوکيل وويل چې دوی تل په جګړه کې له ښکېلو خواوو غوښتي  چې په جګړه کې له ماينونو کار وانخلي.

نوموړي زياته کړه :(( موږ بار بار غوښتنه کړې چې دوی په خښ کړای شويو ماينونو تر هدفه  نه شي رسېداى، بلکې د عامو وګړو ژوند اخلي.))

د هغه په وينا د هېواد په کچه هره مياشت ۱۴۰ غير نظاميان د خښ کړای شويو ماينونو له امله قرباني کېږی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.