Language

په لوګر کې د يوه تالار د جوړېدو چارې پيل شوې

پل علم(پژواک،١٤ورى٩٦): د لوګر په مرکز کې د ٢٩ ميليونه افغانيو په لګښت د غونډو د تالار جوړېدو چارې پيل شوې.

د دې مرکز د بنسټ ډبره د وري په ١٤مه د لوګر په مرکز پل علم کې د ولايت مقام ته څېرمه کېښودل شوه.

 په دې غونډه کې د لوګر والي محمد حليم فدايي وويل چې دغه مرکز به د ٢٩ ميليونه افغانيو په لګښت د يو کال په موده کې جوړ شي.

هغه وويل چې د دې مرکز مالي لګښت د ښاري پراختيا وزارت له لوري ورکول کيږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه مرکز په دوه پوړونو کې جوړيږي چې د غونډو د تالار ترڅنګ به د خبريالانو لپاره د کنفرانس خونه، د ډوډۍ خوړلو خونه، تشنابونه او نور د اړتيا خونې ولري.

ده زياته کړه، دغه مرکز په يو وخت کې د زرو کسانو د کيناستو  وړتيا لري.

په دې غونډه کې قومي مشر سيد احمد وويل: (( دا ډير ښه کار وشو چې دغه مرکز جوړيږي، لوګر د قومونو ولايت دى او تل اړتيا پېښږي چې قومي مشران سره را ټول شي او د مهمو موضوعاتو په اړه پرېکړې وکړي.))

د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم په لوګر د غونډو تالار و چې په يو وخت کې يې د درې سوه کسانو د کيناستو وړتيا درلوده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.