غزني ښار (پژواک، ١٥ ورى ٩٦): د غزني ولايت په مربوطاتو کې د کابل- کندهار پر لويه لار د ترافيکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د غزني د ترافيکو مدير محمدالله احمدي د وري په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا اته بجې د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترافيکي پېښه رامنځته شوې ده.
هغه وايي: ((په قره باغ کې د کابل- کندهار پر لويه لار يو ټېلر له يو ٣٠٣ موټر سره جنګېدلى دى.))
ده وويل چې په دې پېښه کې دوه کسان مړه شوي او شپږ نور ټپيان دي.
په غزني د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند حنيف رضايي هم د يادې پېښې په تاييد سره پژواک ته وويل چې د پېښې ټپيان د ملي اردو ځواکونو روغتون ته انتقال کړي دي.
ده وويل چې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.
دا په داسې حال کې ده چې ډېرى وخت دغه شان پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته کېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP