Language

د غزني مستوفیت په عوایدو کې ۲۸ سلنه ډېروالی راغلی

غزني ښار (پژواک، ١٦ ورى ٩٦): د غزني د مستوفيت چارواکي وايي چې د تېر کال په پرتله د عوايدو په کچه يې ٢٨ سلنه زياتوالى راغلى دى.

د غزني مستوفي ميرويس ميرزايي د وري١٦مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې په تېر کال کې د ماليې وزارت له ټاکلي هدف څخه يې ٢٨ ميليونه افغانۍ ډېر عوايد ترلاسه کړي دي.

ده زياته کړه چې په ١٣٩٥ کال کې يې ٤٢٢ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي چې د ١٣٩٤ په پرتله ٢٨ سلنه زياتوالى ښي.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((سالم مدیریت او د شفافیت رامنځته کول مو د مالیاتو په کچه کې زياتوالى راوستى دى.))

ميرزايي وايي، د مالياتو را ټولو په برخه کې تر اوسه کار کوونکي له هېڅ ډول ستونزې سره نه دي مخ شوي.

ده وويل: ((خلکو هم تر اوسه ما ته په دې برخه کې کوم شکايت نه دى کړى او زه د فساد سخت ضد يم او که فساد پيدا کړم نو په اړه يې جدي اقدام کوم))

خو د غزني د ولايتي شورا ځيني غړي بيا د ميرزايي څرګندونې ردوي.

د دې شورا غړي غلام سخي زابلي پژواک ته وويل چې په غزني اوس هم ډيرى داسې کسان شته دي چې ماليات نه ورکوي.

هغه زياته کړه: ((د مستوفيت کارکوونکي هم د مالياتو را ټولو په برخه کې فساد کوي، کله چې له يو چا څخه ماليه اخلي د رشوت په خاطر يې کار سم نه ارزيابي کوي.))

ده وويل که مستوفيت وغواړي نو دوى حاضر دي چې په کلکه يې ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په وار وار په ګمرکونو او مستوفيتونو کې د اداري فساد په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.