ښرنه (پژواک ١٦ ورى ٩٦): د پکتيکا پوهنتون د يو شمېر استادانو کاري اعتصاب درېيمې ورځې ته وغځېد.
د وري په ١٤مه د پکتيکا پوهنتون يو شمېر استادانو له دې امله کاري اعتصاب وکړ چې په وينا يې د پوهنتون اداره ورسره توپيري چلند کوي، خو د پوهنتون اداره دا تورونه نه مني.
د پکتيکا د کاري اعتصاب کوونکو استادانو له ډلې نجيب الله عمري پژواک خبري اژانس ته وويل، د پکتيکا پوهنتون اداره له دوی سره توپيري چلند کوي او د ډېرو استادانو حقوق يې تر پښو لاندي کړي دي.
ده زياته کړه، توپيري چلند، د علمي پرمختګ مخه نيول، علمي شورا نه جوړول، د پوهنتون شتمنيو ته زيان رسول او تعصبې چلند هغه څه وو چې د دغه پوهنتون ۱۸ استادان يې اړ کړل چې کاري اعتصاب وکړي.
د پکتيکا پوهنتون رييس دريا خان هڅاند پژواک ته وويل، د پکتيکا ځينو معترضو استادانو قانون په لاس کې اخيستى او د تدريس بهير يې ټکنى کړى دى، هغوى د خپلو شخصي ګټو د خوندي کولو او واک ته د ځانونو رسولو په موخه کاري اعتصاب کړى دى.
د هغه په وينا، معترضو استادانو د څو پوهنځيو د حاضري کتابونه هم له ځان سره وړي او د ادارې اصولو ته غاړه نه ږدي.
د پکتيکا پوهنتون محصلين بيا د پوهنتون له ادارې او استادانو غواړي چې د زده کوونکې وخت ضايع نه کړي او ژر تر ژر دې راپورته شوې ستونزه حل کړي.
د لوړو زده کړو وزارت وياند فيصل امين پژواک ته وويل چې دوى دغه ستونزه له نږدې څاري او ډېر ژر به د دې ستونزې د هواري لپاره پکتيکا ته يو باصلاحيته پلاوى ولېږي.
خو د ده په خبره، هېڅوک حق نه لري چې د محصلينو وخت ضايع کړي او يا هم د هغوى ټولګي وتړي، ځکه دا کار د قانون خلاف دى.
پکتيکا پوهنتون د ښوونې او روزنې او کرنې دوه پوهنځي لري چې دا مهال په کې ١٤٠٠ محصلين زده کړې کوي.
login or register a new account.