کندوز(پژواک،۱۸ورى۹۶): د کندوز ولايت چارواکي وايي چې ددغه ولايت لپاره د طالبانو لخوا نومول شوى د والي مرستيال ملا اسد الله له ١٤ وسله والو سره ووژل .
د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحمید حمیدي پژواک اژانس ته وويل چې د طالبانو دغه لوړپوړى مسوول نن غرمه مهال په يوه هوايي بريد کې ووژل شو.
موصوف علاوه کرد که اين حمله در منطقه ملا قولى ولسوالى دشت ارچى صورت گرفته و علاوه بر معاون والى نامنهاد طالبآن ۱۴ تن از افراد اش نيز کشته شده است.
هغه زياته کړه چې دغه بريد د دشت ارچي ولسوالۍ د ملا قولي په سيمه کې شوى چې د ملا اسد الله ترڅنګ ١٤ نور وسله وال هم په کې وژل شوي او په وژل شوو وسله والو کې بهرني جګړه مار هم شته .
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .
login or register a new account.