Language

د کابل- جلال اباد پر لاره د موټرو د ټکر له امله اته کسان ژوبل شوي

مهترلام (پژواک، ١٩ ورى ٩٦): د کابل- جلال اباد پر لويه لاره د لغمان په مربوطاتو کې د يوې ترافيکي پېښې له امله د دوو مېرمنو په ګډون ٨  کسان ټپيان شوي دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وري په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې مخکې د قرغيو ولسوالۍ اړوند د کاکڅ اړوند د مشالې کمر په سيمه کې رامنځته شوې وه.

هغه زياته کړه، په ياده يمه کې دوو کرولا موټرو ټکر کړی چې له امله يې د دوو مېرمنو په ګډون اته مسافر ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا،  ټپيان د کاکڅ په روغتيايي کلينيک کې تر لومړنۍ درملنې وروسته په امبولانسونو کې د ننګرهار ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

login or register a new account.