Language

غزني کې ځینې تاریخي ابدې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي

غزني ښار (پژواک، ١٩ ورى ٩٦): د غزني ځیني اوسېدونکي وايي چې په دغه ولايت کې تاريخي ابدې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي او زیاتوي چې د رغونې لپاره يې اقدام نه کېږي.

په غزني کې ليکوال اسدالله جلالزي د وري په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د غزني ښار بالاحصار، په جغتو ولسوالۍ کې د بېګم منار، په قره باغ کې د ناى قلعه، په ده يک کې د سلطان شهاب الدين زيارت او داسې نورې ابدې په دې وروستيو کې د نابودۍ له ګواښ سره مخ دي.

هغه زياته کړه: ((له يوې خوا جګړې دي، له بل پلوه حکومت هم هېڅ پاملرنه نه کوي، تاريخي ټولې ابدې خرابې شوې او د له منځه تلو په حال کې دي.))

جلالزي ټينګار وکړ چې د غزني د تاريخي قدامت ساتلو په موخه يې بايد له تاريخي ابدو څخه جدي ساتنه وشي.

دغه راز د ده ديک ولسوالۍ اوسېدونکي محمد يوسف پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د سلطان شهاب الدين غوري زيارت د له منځه تلو په حال کې دى.

هغه زياته کړه: ((څو کاله مخکې څلور پاکستانيان راغلل او ويل چې د سلطان زيارت جوړوي، سهار چې خلک پاڅېدل نو ګوري چې هغوی زيارت سوری کړى او هر څه يې ترې وړي دي.))

هغه دا هم وويل: ((موږ اورېدلي وو چې له سلطان شهاب الدین غوري سره یوه د سرو زرو توره، یو ډال، دوه جامونه او د ده په لاس ګوتې د هغه مهال خلکو له لوري له نوموړي سره یو ځای خښ کړي وو خو ټول پاکستانيانو وړي دي.))

ده زياته کړه، له هغه مهال دغه زيارت همداسې سورى پاتى دى چې د جوړولو لپاره یې بايد اقدام وشي.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني د ولايتي شورا د فرهنګي کمېټې مسوول حميدالله سروري هم پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې تاريخې ابدې د له منځه تلو په حال کې دي.

ده وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت بايد په غزني کې د تاريخي ابدو د بېرته جوړولو په موخه اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته کافي بوديجه ورکړي.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رييس بشير احمدي هم وايي چې يو شمېر ابدې د نابودۍ له ګواښ سره مخ دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغو ابدو کې د بېګم ګنبده، بالاحصار، د غازي امان الله خان قصر او ځينې نورې شاملې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.