Language

په بلخ کې ٢٤ پاڅونوالو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

مزار شريف (پژواک، ١٩ ورى ٩٦): په بلخ ولايت کې د عملياتو په ترڅ کې ٢٤ پاڅونوالو او وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بلخ دو الي وياند منير فرهاد د وري په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دا عمليات د والي عطاء محمد نور په مشرۍ پرون د البرز د غرونو په بېلا بېلو برخو کې پيل شوي دي.

هغه زياته کړه، تر اوسه په دې عملياتو کې تر لسو زيات کلي له وسله والو مخالفينو څخه پاک شوي دي.

فرهاد وايي، په دې وروستيو کې له سرپل، فارياب او جوزجان ولايتونو څخه ګڼ شمېر وسله وال مخالفين د البرز د غرونو په ساحو کې ځاى پر ځاى شوي دي.

د والي وياند په دې عملياتو کې له اوښتې مرګ ژوبلې بې خبري وښوده، خو يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل، په دې عملياتو کې د ولسي پاڅونوالو ٩ وسله وال وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي.

دغه راز سرچينې وويل، پنځه وسله وال طالبان هم وژل شوي او پنځه نور يې ټپيان دي.

د بلخ د ملکي روغتون سرچينې وايي، دوى ته له يادو سيمو د پاڅونوالو ٩ جسدونه او پنځه ټپيان راوړل شوي دي.

طالبانو په يوه خبرپاڼه کې د البرز په غرونو کې د نښتو پر مهال د ګڼ شمېر پوليس او پاڅونوالو د وژلو ادعا کړې ده. دوى ويلي، په دې جګړو کې يواځې دوه طالبان ټپيان شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې څه موده مخکې د  بلخ چارواکو په يادو سيمو کې د سلګونو وسله والو د سولې پروسې سره د يو ځاى کېدو خبر ورکړى و.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.