Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په لغمان کې ٢٢ وسله والو او سرتېرو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

په لغمان کې ٢٢ وسله والو او سرتېرو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
8 Apr 2017 - 18:20
په لغمان کې ٢٢ وسله والو او سرتېرو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
8 Apr 2017 - 18:20

مهترلام (پژواک، ١٩ ورى ٩٦): چارواکي وايي، په لغمان کې د عملياتو پر مهال ١٦ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وري په ١٩ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په لغمان کې له تېرې ورځې راهیسې د الماس ۲ په نوم د افغان ګډو ځواکونو له لوري عمليات پيل شوي دي.

 

هغه زياته کړه، د دې عملياتو او وسله والو نښتو له امله د وسله والو مخالفینو ۷ تنه وژل شوي، ۹ نور یې ټپيان دي او دغه راز ۹ تنه مشکوک کسان بیا د افغان امنیتي ا دفاعي ځواکونو له خوا ژوندي نیول شوي دي.

 

د ځواک په وينا، په وژل شویو او ټپيانو کې د جنت ګل او مارشالي د وسله والو ډلو غړي شامل دي، چې په یادو سیمو کې یې د سړک غاړې د ماینونو په ځای پر ځای کولو، د بې ګناه خلکو په وژلو او نورو ورانکاريو کې یې لاس درلود.

 

دى وايي، دغه عملیات چې لا هم د عمرزیو په قریه کې دوام لري، شاوخوا ۱۱۰ لوی او واړه کلي به په کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا تصفیه او تلاشي شي او تر څنګ به یې د یادو کلیو او د مرکز مهترلام د امنیت د خوندیتوب په موخه شمکټ درې او د مرکز یو شمېر سیمو ته د مخالفینو د تګ راتګ د لارو د تړلو په خاطر په سلطان کلي او دوه نورو مهمو ځایونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو مشترک پوځي مرکزونه هم ځای پر ځای شي.

 

د والي وياند زياتوي، همداراز په پيل شویو عملیاتو کې تر دې دمه ۶ تنه امنیتي او دفاعي سرتېري هم برسېرن ټپيان شوي چې روغتیايي حالت يې د ډاډ وړ دی.

 

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.