Language

په کندهار کې د داعش ډلې د جلب او جذب مسوول نیول شوى

کندهار (پژواک، ١٩ ورى ٩٦): چارواکي وايي، په کندهار کې یې د داعش ډلې د جلب او جذب مسوول نیولی دی.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني د وري په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، ځانګړو ځواکونو د کندهار ښار اړوند د اتمې حوزې په ساحه کې عملیات کړي، چې پر مهال یې د داعش ډلې د جلب او جذب مسوول نیول شوی دى.

نوموړي د نيول شوي کس د هویت په اړه معلومات ور نه کړل، خو ویې ویل له هغه پلټنې پیل شوي او کېدای شي د پلټنو په جریان کې نور کسان هم ونیول شي.

ده زیاته کړه، د پلټنو له بشپړېدو وروسته به رسنیو ته په دې اړه بشپړ معلومات وړاندې شي.

خو دراني یادونه وکړه چې دغه کس د کره کشفي معلوماتو پر بنسټ نیول شوی دی.

په کندهار کې د داعش د جلب او جذب مسوول، په داسې حال کې نیول کېږي چې تر دې مهاله دغلته د دې ډلې فعالیتونه نه دي تر سترګو شوي.

خو د کندهار په ګاونډ د زابل ولایت په خاک افغان، دایچوپان، ارغنداب او مېزانه ولسوایو کې په وار وار د چارواکو او د سیمو د اوسېدونکو له خوا د داعش ډلې د فعالیت خبرونه ورکړل شوي دي.

بل خوا د کندهار ښار د نهمې امنیتي حوزې په ساحه کې هم درې تنه نیول شوي دي.

د امنیې قومندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، ګومال کېږي چې نیول شوي کسان به له وسله والو مخالفینو سره تړاو ولري، چې په دې اړه ورڅخه پلټنې پیل شوي دي.

دغه راز د خاکرېز ولسوالۍ په درزاب سیمه کې بیا پولیسو وسله والو مخالفینو ته کمین نیولى چې پر مهال یې لنډه جګړه شوې ده.

درانی وايي، په جګړه کې یو وسله وال وژل شوی او درې نور ټپیان شوي، خو پولیسو او د سیمې اوسېدونکو ته زیان نه دی اوښتی.

په یوه بله پیښه کې چې د کندهار ښار د څلورمې حوزې په ساحه کې شوې، دوه پولیس ټپیان شوي دي.

login or register a new account.