تالقان (پژواک ٢٠ ورى ٩٦): په تخار کې د قومونو د يووالي، د سولې د هڅو د ګړندي کېدو او د ماشومانو ښوونې او روزنې ته د پاملرنې غوښتنه وشوه.
په دې ولايت کې د یووالي کاروان په نامه د ټولنې له خوا غونډه جوړه شوې وه، چې د شمال ختیځو او شمالي ولایتونو سربېره په کې د مرکزي ولایتونو ننګرهار او کندهار څخه هم قومي مشرانو او مخورو ګډون کړی و.
د یووالي کاروان ټولنې مشر محمد کبیر هوتک، پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه غونډه کې د خلکو د یووالي، سولې د چارو د ګړندي کېدو، د لرې پرتو سیمو د پرمختګ او د ماشومانو د تعلیم و تربیې په اړه ګډونوالو خبرې وکړې.
ده زياته کړه، دغه راز پردې ټينګار وشو، ترڅو يو شمېر کورنۍ چې ماشومان يې ښوونځيو ته نه ځي، وهڅول شي ترڅو خپل ماشومان ښوونځيو ته ولېږي.
دى وايي، دوى د حاکم دولتي نظام د ملاتړ ترڅنګ په ولسوالیو او لرې پرتو سیمو کې خلک دې ته هڅوي چې اولادونه ښوونځیو کې شامل کړي.
دى زياتوي: ((زموږ هدف دا دى چې په ولسونو کې یووالى، پرمختګ او د ښوونې او روزنې د چارو ښه والي لپاره کار وشي او ولس په خپل حق پوه شي.))
د هغه په وينا، د خلکو ټولې هغه بهانې به له منځه وړي چې له امله یې هغوى خپل ماشومان ښوونځیو ته نه لیږي.
د یووالي کاروان دغې غونډه کې د کونړ ولایت یوه اوسېدونکي محب الله وويل: ((د یووالي ټولنه د خلکو لپاره فعالیت کوي او په تخار کې به د ټول ولس د دردونو دوا شي؛ که اجتماعي ټولنې جوړیږي، ګټه به یې راتلونکي نسل ته ورسیږي.))
د تخار د یووالي کاروان یو بل غړی رحمت بیا وايي، دوى په تېرو دوو کالو کې د جګړه ځپلو ولسوالیو یو شمېر ځوانانو ته د تالقانو په مرکز او کابل کې د دې اسانتیاوې برابر کړې وې چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
نوموړى وايي: ((تېر کال مو د اشکمش، درقد او خواجه بهاءالدین له ولسوالیو څخه یو شمېر ځوانانو ته په کابل او تالقانو کې لیلیې نیولې وې او د جګړې د لومړیو کرښو ځوانان مو ښار ته راوستل چې زده کړې هم وکړي او کاروبار هم وکړي.))
د سیمې یو سپین ږیری حبیب الرحمن وايي، زده کړې رڼايي ده او دوى هڅه کوي خپل ماشومان باسواده کړي.
دى زياتوي: ((زمونږ په کلي نجونو ته ملا امام درس وایه، خو دغه نجونې اوس لویې شوې دي، د ښځینه ښوونکې د نشتوالي له وجې نجونې له زده کړو پاتې دي.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP