غزني ښار (پژواک، ٢١ ورى ٩٦): د غزني د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د نا امنيو له امله په دغه ولايت کې ٣٠ ښوونځي او مدرسې تړل شوي چې له امله يې څه باندې شل زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې دي.
دغه څرګندونې د غزني د پوهنې رييس محمد عابد عابد د وري په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وکړې.
عابد وويل چې په دې وروستيو کې د پرله پسې جګړو له امله په زنخان، ګیرو، رشیدان، اجرستان، خوږیاني، ګیلان او ځينو نورو ولسواليو کې د ٣٠ په شاوخوا کې ښوونځي او ديني مدرسې د زده کوونکو پر مخ تړل شوي دي.
هغه وويل: ((د ناوې ولسوالۍ له طالبانو سره ده او هلته موږ بېخي مکتب نه لرو، نورې داسې ولسوالۍ هم شته دي چې هلته بيا ښوونځي تړل شوي دي.))
د ناوې ولسوالۍ له تېرو ١٤ کلونو راهيسې له وسله والو طالبانو سره ده.
عابد وويل چې د يادو ښوونځيو او مدرسو د تړل کېدو له امله شاوخوا شل زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې دي.
ده زياته کړه: ((څه موده وړاندې له يوې مدرسې څخه چاوديدونکي توکي ترلاسه شول چې بيا له هغه وروسته حکومت ځيني مدرسې وتړلې او د غزني والي وويل چې په دې مدرسو کې ترهګر روزل کيږي.))
هغه دا هم وويل چې په دغه ولايت کې نږدې پنځوس سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.
خو د غزني ښار اوسېدونکي محمد کاظم رسولي بيا پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې تر ٣٠ ډېر ښوونځي تړل شوي دي.
هغه وايي: ((ډېرې ولسوالۍ نا امنه دي، مکتبونه په کې تړل شوي دي، نو کېداى شي له ٥٠ هم ډېر مکتبونه تړلي وي.))
د غزني د ګيرو ولسوالۍ يو زده کوونکي محمد انور پژواک ته وويل: ((زه د شمس العارفين په لېسه کې درس وايم، دلته مکتب نشته دى په نوم يو کرايي کور يې نيولى دى او مکتب يې په کې جوړ کړى دى.))
د غزني د پوهنې رياست چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې نږدې شپږ سوه ښوونځي دي چې پنځه سوه زره زده کوونکي په کې زده کړې کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP