کلات (پژواک، ٢١ ورى ٩٦): په زابل ولايت کې يوه ځوان هلک په مينه کې تر ناکامېدو وروسته لومړی خپله معشوقه او بيا يې خپله ځان وژلى دی.
دا پېښه نن سهار د زابل ولايت د شهر صفا ولسوالۍ په مرکز کې رامنځته شوې ده.
د شهر صفا ولسوال عبدالصمد دراني د وري په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسوالۍ د مرکز يو اوسېدونکي ٢٥ کلن ځوان لومړى ښوونځي ته پر لاره يوه نجلۍ وژلې او وروسته يې خپل ځان پر ډزو وژلى دى.
د نوموړي په وينا، پوليسو دواړه جسدونه د ولسوالۍ روغتيايي کلينيک ته وړي دي.
ولسوال وايي، په لومړنيو پلټنو کې معلومه شوې ده چې هلک پر دې نجلۍ مين و او کورنۍ يې هم ورسره ژمنه کړې وه چې همدا نجلۍ به ورته غواړي، خو په دې وروستيو کې نجلۍ بل چا ته کوژده شوې وه.
د دراني د معلوماتو له مخې، د نجلۍ عمر شاوخوا ١٤ کاله و او په ښوونځي کې يې زده کړې کولې.
د زابل د ښځو چارو رييسه صديقه جلالي وايي، نجلۍ يې لومړى دغه هلک ته په نامه کړې وه، خو اوس يې بل چا ته ورکړې؛ ځکه دغه پېښه رامنځته شوې ده.
نوموړې پژواک ته وويل، دا د نجلۍ د کورنۍ له خوا له هغې سره تاوتريخوالی دی؛ ځکه په وړوکوالي کې يې کوژده کړې او هغه له خپلو حقوقو نه وه خبره او بيا مخکې تر دې چې له لومړي کس سره خپل جنجال خلاص کړي، بل کس ته يې ورکړې ده.
د هغې په وينا، په زابل کې د وړو نجونو کوژده کول او ودول خورا زيات دي چې له امله يې ډېرې ستونزې رامنځ ته کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن