Language

پکتیکا ته د ښوونځیو نوي کتابونه رسېدلي

ښرنه (پژواک، ٢١ ورى ٩٦): د پکتيکا د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د کتابونو په برخه کې ستونزه يې هواره شوې او ډېر ژر به د ټولو ښوونځيو زده کوونکو ته کتابونه ووېشل شي.

دغه څرګندونې د پکتيکا د پوهنې رييس نيسم واجد د وري په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.

هغه وويل چې په دې وروستيو کې د پوهنې له وزارت څخه يې ٥٩٥زره نوي کتابونه ترلاسه کړي چې ډېر ژر به يې د وېشلو لړۍ پيل شي.

هغه زياته کړه: ((موږ له شپږم څخه تر دوولسم ټولګي پورې د کتابونو په برخه کې مشکلات درلودل خو اوس چې دغه کتابونه را ورسېږي نو دا مشکل به حل شي او په دې کتابونو کې د ټولو لپاره کتابونه شته دي.))

د واجد په وينا، دغه کتابونه به د يوې اوونۍ په اوږدو کې پکتيکا ته ورسېږي او د يو منظم پلان له مخې به په مرکز ښرنه او ولسواليو کې زده کوونکو ته و وېشل شي.

د پکتيکا د مرکز ښرنې يوه ښوونکي محمد نبي پژواک ته وويل چې له تېرو څو کلونو راهيسې زده کوونکو ته پوره کتابونه نه دې ورکړل شوي.

ده وويل: ((د کتابونو د نه شتون له امله هر کال زموږ درسي پلان له خنډ او ځنډ سره مخ کېده خو سږ کال به دغه ستونزه هواره شي.))

دغه راز د برمل ولسوالۍ د پوهنې مدير محمدالرحمن پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې زده کوونکي د کتابونو له کمښت سره مخ دي.

ده زياته کړه: ((په يو کتاب مو څو شاګردان شريکان کړي دي، ټوله ورځ يې جنجال وي.))

هغه د پوهنې رياست له مسوولينو غوښتنه وکړه چې ښوونیز کال پيل شوى او هر څه ژر دې زده کوونکو ته کتابونه و وېشي.

د يادونې ده، دا مهال په پکتيکا کې د نا امنيو له امله ٢٨ ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړل شوي چې له امله يې ګڼ زده کوونکي له زده کړو بې برخې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.