ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپیسا کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

کاپیسا کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
10 Apr 2017 - 15:07
کاپیسا کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
10 Apr 2017 - 15:07

محمودراقي (پژواک، ٢١ ورى ٩٦): د کاپيسا امنيتي چارواکي ادعا کوي چې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې ٨٨ طالبان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي د وري په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې امنيتي ځواکونو د تګاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې عمليات کړي دي.

هغه وايي، د دغو عملياتو په ترڅ کې ٨٨ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٣٠ نور ټپيان شوي دي.

يوسفزى زیاتوي، د دغو عملياتو په لړ کې امنيتي ځواکونو ٢٧ کلي د وسله والو له شتون څخه پاک کړي دي.

دغه راز د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال شېرين اغا فقيري هم پژواک ته وويل چې په يادو عملياتو کې ګڼو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زياته کړه: ((په دې عملياتو کې د طالبانو د مهمو قوماندانانو تر څنګ څو ورځې وړاندې د دغه ولايت لپاره د هغوی مرستيال والي هم ووژل شو.))

د سيمې اوسېدونکي هم دغه عمليات تاييدوي.

د تګاب ولسوالۍ د احمدزيو سيمې اوسېدونکي فريدون پژواک ته وويل چې د همدې عملياتو په ترڅ کې د تګاب- سروبي تر منځ غځېدلى سړک هم د ترافيکو پر مخ پرانيستل شو.

هغه زياته کړه: ((له ډېرې مودې راهيسې دغه سړک تړل شوى و، خو عمليات وشول، لاره خلاصه شوه او پوستې هم په لاره کې جوړې شوې دي.))

په کاپيسا کې سيمه ييزو طالبانو په دې اړه رسنيو ته له څه ويلو ډډه وکړه.

تګاب د کاپيسا د نا امنو ولسواليو له ډلې څخه ده چې يو شمېر سيمې اوس هم د افغان دولت له وسله والو طالبانو سره دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.