کابل (پژواک،٢٢ورى ٩٦): د عبدالغفار داوي له نيول کېدو شاوخوا يوه مياشت وروسته لويه څارنوالي وايي، د نوموړي د دوسيې لومړۍ برخه چې د مالياتو نه ورکول، د محکمې له حکم څخه سرغړونه او جعلکاري ده، اړوندې محکمې ته سپارل شوې ده.
د لويې څارنوالۍ وياند جمشېد رسولي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر عبدالغفار داوي د ډول ډول لګېدلو تورونو له امله، د هغه دوسيې ته لاسرسى په دوو برخو وېشل شوى او د لومړۍ برخې څېړنه يې بشپړه شوې ده.
د ده په وينا، د څارنوالۍ د لومړۍ برخې د څېړنو پايله چې د مالياتو نه ورکړه، د محکمې له حکم څخه سرغړونه او درغلي ده، اړوندې محکمې ته سپارل شوې ده او په دويمه برخه چې د اداري فساد جرمونه په کې شامل دي، کار دوام لري.
هغه زياته کړه، لويې څارنوالۍ پتېيلې ده چې دې برخه کې د څېړنو له بشپړېدو وروسته، دويمه برخه هم ډېر ژر محکمې ته واستوي، څو محکمه يې په اړه اقدام وکړي.
له فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز اسنادو پر بنسټ چې پژواک خبري اژانس ته په لاس ورغلي دي، داوي د ١٣٩٥کال د کب په ٢٣مه د دې مرکز له حکم سره سم د درغلۍ په تور ونيول شو او څرخي پله زندان ته ولېږدول شو.
يوې کره سرچينې پژواک ته وويل، د "داوي ايل" شرکت رييس عبدالغفار داوي چې د هېواد هوايي ډګرونو کې الوتکو ته د سوند تېلو رسولو په برخه کې فعاليت کوي، په درغلۍ او له دولتي او خصوصي ارګانونو نه د پور اخيستو په اتو قضيو تورن دى.
د ده د معلوماتو له مخې، نوموړى له کابل بانک څخه د٣٢ميليونو ډالرو، اريانا دولتي هوايي شرکت سره د خيانت، له ماليې وزارت څخه د ١٥ ميليونو ډالرو پور اخيستو، د کابل هوايي ډګر هټيو کې "ډيوټي فري" ته د يو ميليون ډالرو نه ورکړې، له احمدزي ګروپ خصوصي شرکت څخه د ٥٠٠زرو ډالرو پور، له ميهن پتروليم څخه د ١٠ ميليونو ډالرو پور اخيستلو، څلور ميليونه ډالره پور له " گلوبل ايل" څخه او له افغان يونايټيد، ميوند او پښتني بانک څخه د ١٠ ميليونو ډالرو پور اخيستو چې ټول ٧٩ ميليونو او ٥٠٠ زره ډالرکېږي، تورن دى.
خو د داوي ايل شرکت مرستيال محمد اصغر غياثي پژواک ته وويل چې پورې شوي تورونه ستر، پراخ او يو اړخيز دي او دا شرکت د هر يو پر وړاندې دفاعيه لري.
د هغه په خبره، له يادو قضيو څخه يوه يې هم نهايي شوې نه ده او د محکمې له حکم وړاندې د هغوى مطرح کول د منلو وړ نه دي.
غياثي وايي، داوي د نورو کسانو او شرکتونو ناسمې سيالۍ پربنسټ په دې جنجال اخته شوى دى او پخواني ګډونوال يې غواړي چې دواي شرکت بند کړي، څو وکولى شي له بازار څخه زياته ګټه ترلاسه کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP