ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د وزيرستان قومي مشران: دښمن موږ افغانان نه شي بېلولی

د وزيرستان قومي مشران: دښمن موږ افغانان نه شي بېلولی

author avatar
11 Apr 2017 - 17:19
د وزيرستان قومي مشران: دښمن موږ افغانان نه شي بېلولی
author avatar
11 Apr 2017 - 17:19

خوست ښار (پژواک، ٢٢ ورى ٩٦): د قومونو قبايلو چارو وزارت چارواکي وايي چې د قبايلو تر څنګ د نورو قومونو تر منځ ستونزو ته د رسېدو په موخه قومي شورا ګانې جوړوي.

په همدې موخه د وري په ٢٢مه په خوست کې د سوېل ختيځو څلورو ولايتونو قومونو او د وزيرستان قومي مشرانو او ديني علما‌و يوه ستره غونډه جوړه کړې وه چې د افغانستان د قبايلو چارو وزارت چارواکو هم په کې ګډون درلود.

دغې غونډې ته پر نورو ويناوالو سربېره د وزيرو قوم مشرانو له افغان دولت نه وغوښتل چې د کرښې په دواړو غاړو کې د هغوی د مشرانو د ژوند خونديتوب لپاره له ممکنه لارو کار واخلي.

د افغانستان د قومونو او قبايلو چارو وزارت مرستيال يعقوب احمدزي غونډې ته وويل چې د قبايلو تر څنګ د نورو ټولو قومونو ستونزو ته د رسطدو په موخه د زونونو په کچه د قومونو شوراګانې جوړوي.

هغه زياته کړه: ((هغه کار چې د شورا له لارې کېدلى شي، په انفرادي ډول يې نه شي کولی، نو په همدې موخه موږ ژمن يو چې دلته شورا ګانې جوړې کړو او د هغدغې لارې قومونه خپلې ستونزې حل کړي)).

يعقوب احمدزي همدا ډول وويل چې د وزيري ګډوالو د ستونزو رسېدو ته هم د مرکزي دولت په کچه پروګرام لري او د هغوی ستونزو ته د پای ټکی کيږدي.

دی وايي: ((قبايل زموږ خپل وروڼه دي تل موږ خپل بللي دي په غم او ښادۍ کې ورسره شريک يو او دوی ته د مهاجرينو خطاب نه شو کولی د يو کور نه بل ته راغلي. د دوی ستونزې موږ څېړو هغوی دې نه مايوسه کېږي.))

دې غونډې ته د قبايلو په استازيتوب يوه قومي مشر ډاکتر حيات محسود خپلو خبرو کې وويل چې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته پراته قومونه له يو بل سره ښې اړيکې لري او له يو بل سره راشه درشه لري.

هغه زياته کړه: ((که هر دښمن څومره هڅه وکړي زموږ زړونه سره بېلولی نه شي، دغو موږ ته په ډېر قدر کتلي دي او د هرې ستونزې په حل کې يې موږ سره همکاري کړې ده.))

په همدې حال کې د خوست والي حکم خان حبيبي له مرکزي دولت نه د سرحدي ځواکونو د پياوړتيا غوښتنه کوي او وايي، وسله وال هڅه کوي چې خوست او نور ولايتونو له دې سيمې څخه نا امنه کړي.

ده زياته کړه: ((هغه نقطه چې زموږ امنيتي ځواکونه رانه ستړي کوي هغه د ځاځي ميدان او ډنډپټان ترمنځ نري کنډو سرحد دی چې قوت ته اړتيا لري او په جدي توګه بايد هلته امنيتي قوتونه ځای پرځای شي، څو ټوله لويه پکيتا په امن کې واوسيږي)).

والي حبيبي دغه راز وويل، هڅه کوي چې د کرښې دواړو غاړو ته د پرتو قومونو تر منځ شته روابط نور هم پياوړي کړي، څو د استخباراتي کړيو د لاسوهنو مخه ونيول شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.