Language

په انګور اډه کې د پاکستان له خوا د پوستې جوړولو مخه نیول شوې

ښرنه (پژواک، ٢٢ ورى ٩٦): افغان سرحدي ځواکونو د پکتيکا په انګور اډه کې د پاکستاني پوځيانو له لوري د تاسيساتو جوړولو مخه نيولې ده.

د پکتيکا د برمل ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې د وري په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پاکستاني پوځيانو غوښتل د انګور اډې په سيمه کې پوسته جوړه کړي خو د افغان ځواکونو له خوا يې مخه ونيول شوه.

هغه وويل: ((پاکستاني پوځيانو د پوستې جوړولو لپاره هر څه له ځان سره راوړي خو سرحدي ځواکونو يې مخه ونيوه.))

ده زياته کړه چې له څو ساعتونو راهيسې دواړه لوري يو بل ته په سنګرونو کې ناست دي.

دغه راز د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي ميرزمان پژواک ته وويل چې نن سهار پاکستاني پوځيانو غوښتل د ځوابه په سيمه کې پوسته جوړه کړي خو افغان ځواکونو يې مخنیوی کړی دی.

هغه اندېښنه وښوده که چېرې دغه موضوع هواره نه شي نو کېداى شي د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته رامنځته شي.

خو ميرزمان وايي چې د سيمې خلک چمتو دي څو د اړتيا پر مهال د افغان ځواکونو تر څنګ ودرېږي او له خپلې خاورې دفاع وکړي.

د پکتيکا سيمه ييز او امنيتي چارواکو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا يو کال وړاندې پاکستاني پوځيانو په انګور اډه سیمه کې يوه دروازه او ځيني نور پوځي تاسيسات د افغانستان په خاوره کې جوړ کړل چې بيا د تېر کال په غبرګولي مياشت کې افغان لوري ته وسپارل شول.

تر دې مخکې د برمل ولسوالۍ د ځينو سرحدي سيمو اوسېدونکي پژواک ته ويلي وو چې پاکستاني ځواکونو د افغانستان په خاوره کې تر ٢٠ کيلومتره پورې مخکې راغلي او پوځي تاسيسات يې جوړ کړي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.