محمودراقي (پژواک، ٢٣ ورى ٩٦): د کاپيسا ولايت د پوهنې رياست وايي، يو شمېر زورواکو په اله ساى ولسوالۍ کې د ښوونکو ښارګوټى قبضه کړى دى.
د دغه ولايت د پوهنې رياست د املاکو مدير شمس الدين ساپى وايي، په اله سای ولسوالۍ کې ۷۲ جريبه ځمکه د ښوونکو لپاره ځانګړې شوې وه، خو اوسمهال په ياده سيمه کې د يو شمېر زورواکو له خوا هلته کورونه جوړ شوي دي.
هغه زياته کړه، چې د يادې ولسوالۍ چارواکو د دې ستونزې د هوارولو لپاره او يا هم د کورونو جوړولو د مخنيوي لپاره اقدامات نه دي کړي.
دى وايي چې په دې اړه يې څو څو ځلې د ولسوالۍ له مسوولينو سره اړيکې نيولې دي، مکتوبونو يې استولي چې دغه زورواکان ولايت ته معرفي کړي، خو هغوى په دې برخه کې همکاري نه کوي.
خو نوموړي داهم وويل، په اله ساى ولسوالۍ کې امنيتي ستونزې شته، کېداى شي ځايي چارواکي له همدې امله جرئت نه شي کولى چې د زورواکانو نومونه واخلي.
د اله سای ولسوال غلام نقشبند ساپي هم په ياده ولسوالۍ کې د ښوونکو د ښارګوټي د ځمکې د غصب خبره تاييدوي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، په دې اړه يې له لوړو پوړو دولتي چارواکو سره خبرې کړې او ټول هغه کسان يې معلوم کړي چې د ښوونکو ځمکې يې غصب کړې دي.
ولسوال وايي، زورواکي يې معلوم کړي او ډېر ژر به يې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.
نوموړي زياته کړه، په دې اړه يې له غاصبينو او خلکو سره خبرې روانې کړې دي او په نږدې راتلونکي کې به دا ستونزه هواره شي.
د اله سای د مرکز يو ښوونکى جاوېد وايي، ښوونکي همدې نومرو ته ډېر خوشحاله وو، خو په تېرو لسو کلونو کې دا ستونزه هواره نه شوه.
د يادونې وړ ده، اوسمهال د کاپيسا د یو شمېر ولسواليو د غرونو په لمنو او دولتي ځمکو کې د سيمې د اوسېدونکو له خوا نوي کورونه او کرنيزې ځمکې جوړ شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP