لښکرګاه (پژواک، ۲۳ وری ۹۶): د سرحدونو او قومونو چارو سرپرست وزير وايي تر هغه چې په هلمند کې د قومونو تر منځ اختلافات له منځه نه وي تللي، په دغه ولايت کې امنيت او پرمختګ ناشونى دى.
دغه څرګندونې د سرحدونو او قومونو چارو سرپرست وزير عبدالغفور لېوال د وري په ٢٤مه په مرکز لښکرګاه کې له قومي مشرانو سره په ګډه غونډه کې وکړې.
لېوال وويل چې په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت په موخه بايد قومي مشران له امنيتي ځواکونو کلک ملاتړ وکړي.
هغه زياته کړه: ((د امنیتي ځواکونو ملاتړ هغه وخت پایله ورکوي چې مېشت ولسونه لاسونه سره ورکړي او د هر ناوړه او غیر قانوني کار پر وړاندې ودرېږي.))
د لېوال په وينا، د نشه يي توکو قاچاقبرانو او مافيايي کړيو د خپلو شخصي ګټو په موخه په هلمند کې د قومونو تر منځ بې اتفاقي پيدا کړې ده.
ده وويل: ((د هلمند امنيت د قومي مشرانو په يووالي پورې تړلى دى، قومي مشران بايد اختلافات له منځه يوسي او د ستونزو د حل لپاره بايد اتفاق وکړي.))
په دې غونډه کې د قومي مشرانو په استازيتوب عبدالصمدخان وويل چې دوى په هر حال کې له حکومت څخه ملاتړ کوي.
هغه زياته کړه: ((د حکومت بديل نه لرو، د اولادونو تر څنګ د اړتيا په وخت کې موږ هم وسله غاړې ته اچوو.))
د غونډې په پاى د هلمند والي حيات الله حيات وويل چې ګاونډيو او نورو هېوادونو د خپلو استخباراتي ګټو په موخه دغه ولايت کې جګړه ګرمه ساتلې ده.
والي وايي چې د هلمند د نشه يي توکو د کښت نيمايي پيسې نړيواله مافيا بېرته په دغه ولايت کې پر جګړو لګوي.
د هغه د معلوماتو له مخې، تېر کال په هلمند کې د ټولې نړۍ پنځوس سلنه نشه يي توکي توليد شوي وو.
حيات وايي: ((دلته جګړه يواځې له طالب سره نه ده، ځکه طالب سره هغه وسلې دي چې اخيستل يې د طالب له واکه پورته دي.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP