ښرنه (پژواک، ٢٤ ورى ٩٦): په پکتيکا کې د امنيتي او دوديزو ستونزو له امله د کانکور په ازموينه کې يوازې دوو نجونو ګډون وکړ.
د دغه ولايت په مرکز ښرنه کې د وري په ٢٤مه له ٨٨٧ هلکانو او دوو نجونو څخه د کانکور ازموينه واخيستل شوه.
له پلازمېنې کابل څخه د کانکور اخيستنې په موخه راغلي استاد پوهنوال عبدالشکور پژواک ته وويل، د کانکور ازموينې روانه پروسه د نورو کلونو په پرتله ځکه رڼه ده چې د ټولو زده کوونکو بايمټريک اخيستل شوى دى.
ده زياته کړه: ((په دې پروسه کې هېچا ته د لاسوهنې اجازه نه ورکول کېږي او واسطه هم نه منل کېږي.))
د پکتيکا مرستيال والي عطاءالله فضلي هم پژواک ته وويل چې د امنيتي ارګانونو تر څنګ هېچا ته په دې پروسه کې د لاسوهنې اجازه نه ورکول کېږي.
د هغه په وينا، د پکتيکا د کانکور په سږنۍ ازموينه کې ٨٨٧ هلکانو او دوو نجونو ګډون کړى دى.
دا په داسې حال کې ده چې د پکتيکا د پوهنې رياست د چارواکو د معلوماتو له مخې، تېر کال شاوخوا پنځوس نجونې له دوولسمو ټولګیو څخه فارغې شوې دي.
فضلي د نجونو د لږ ګډون په اړه څه ونه ويل، خو د دې ازموينې يوې ګډون کوونکې مروې پژواک ته وويل، تېر کال ٥٠ نجونې له دوولسم ټولګي څخه فارغې شوې، خو کلتوري محدوديتونه، نا امني او کورنۍ ستونزې د دې لامل شوې دي چې نجونې د کانکور په ازموينه کې ګډون ونه کړي.
بل لور ته د پکتيکا پوهنتون رييس درياخان هڅاند پژواک ته وويل، روان کال د پکتيکا پوهنتون د زرو زده کوونکو د جذب وړتيا لري.
پکتيکا پوهنتون اوسمهال د ښوونې او روزنې او د کرنې دوه پوهنځي لري چې شاوخوا ١٣ سوه تنه په کې زده کړې کوي.
login or register a new account.