Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امریکا په ننګرهار کې د داعش پر مرکزونو تر ټولو غټ بم غورځولی

امریکا په ننګرهار کې د داعش پر مرکزونو تر ټولو غټ بم غورځولی

author avatar
14 Apr 2017 - 10:22
امریکا په ننګرهار کې د داعش پر مرکزونو تر ټولو غټ بم غورځولی
author avatar
14 Apr 2017 - 10:22

کابل (پژواک، ۲۵ وری ۹۶): د امریکا د دفاع وزارت وايي چې خپل تر ټولو غټ بم (د بمونو مور) یې په افغانستان کې د داعش پر مرکزونو غورځولی دی.

د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) اعلان وکړ چې دغه بم یې د پنجشنبې ورځ (د وري ۲۴مه) ماښام اووه نیمې بجې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر مرکزونو اچولی دی.

ویل شوي چې دغه جي بي یو ۴۳ ډوله بم پر هغو سمڅو او تونلونو غورځول شوی چې داعش وسله وال په کې پټ وو.

د پنټاګون د معلوماتو له مخې چې د نهه مترو په اوږدوالي او لس ټنه وزن سره دغه بم د پراخې سیمې د ویجاړولو او په خلکو کې د رواني ستونزو لامل کېږي او د غورځولو موخه یې په سیمه کې افغان او امریکايي ځواکونو ته له دښمنه د پېښ خطر کمول دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ریاست دفتر د دغه برید هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه بمباري د افغان او امریکايي ځواکونو پر وړاندې د داعش وسله والو د خطر کمولو لپاره شوې ده.

د ارګ په ټویټر پاڼه کې څرګنده شوې چې په سیمه کې چاڼیز عملیات روان دي او د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په موخه له احتیاط څخه کار اخیستل کېږي.

تر اوسه د دغه برید تلفات نه دي په ډاګه شوي خو جمهوري ریاست وايي چې دغه موضوع د ارزونې په حال کې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.