Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حامد کرزي د امریکا له خوا په افغانستان کې د غټ بم غورځول په کلکه وغندل

کابل (پژواک، ۲۵ وری ۹۶): حامد کرزي د امریکا له خوا په افغانستان کې د تر ټولو غټ بم استعمال غندلی خو د حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله د دغه برید د هرکلي تر څنګ ویلي چې دغه کار د افغانستان له حکومت سره په همغږۍ ترسره شوی دی.

د حامد کرزي له دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپانه کې راغلي چې حامد کرزي په افغانستان له تر ټولو د غټ بم کارونه چې د لومړي ځل لپاره په جګړه کې ترې کار اخیستل کېږي، په کلکه غندي.

کرزي ویلي: ((دغه برید د افغانستان د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او چاپېریال څرګند نقض دی.))

مخکني ولسمشر زیاته کړې ده: ((دغه برید د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه نه، بلکې د افغانستان په خاوره کې د امریکا د نوو ټولوژونکو وسلو د ازمایښت لپاره یوه پلمه ده او دا زموږ افغانانو دنده ده چې په افغانستان کې د امریکا د دې ډول بریدونو مخنیوی وکړو.))

په عین حال کې د حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله ويلي، دغه برید چې تېره ورځ ماښام ترسره شو، د افغانستان له حکومت سره په همغږۍ و.

هغه په خپله ټویټر پاڼه کې ویلي: ((دغه بم په هغې سیمه کې چې داعش له هغې د نظامي مرکز او د وسلو د زېرمې په توګره ترې کار اخیست، غورځول شوی دی.))

اجرائیه رییس په ټویټر کې لیکلي: ((د داعش د خطر له امله له یادې سیمې ډېر کورنۍ بېځایه شوې وې خو حکومت دغه راز د ملکي خلکو د نه زیانمنېدو په برخه کې جدي اقدام کړی و.))

عبدالله څرګنده کړې، دغه عملیات ښيي چې په افغانستان کې د داعش او ترور د نورو مرکزونو د له منځه وړو لپاره ګډه اراده شتون لري.

امریکايي سرچینو ویلي چې دغه نهه متري او لس ټنه وزن لرونکی بم، د الوتکې د شا له برخې پر موخه غورځول کېږي او د دې هر یو ۱۶ میلیونه امریکايي ډالره ارزښت لري.

د دې تر څنګ د ننګرهار د اچین ولسوال اسماعیل شینواري پژواک خبري اژانس ته وویل چې خلک د بم له غورځېدو مخکې له سیمې ایستل شوي وو.

د هغه په خبره، په دې پېښه کې ملکي خلکو ته زیان نه دی رسېدلی خو احتمال شته هغو ملکیانو ته چې له داعش سره زنداني وو، زیان رسېدلی وي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.