Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

احمد ضياء مسعود له خپلې دندې ګوښه کړل شو

کابل (پژواک، ٢٨ ورى ٩٦): ولسمشر غني د يوه فرمان په ترڅ کې، د غوره حکومتوالۍ او اصلاحاتو برخه کې خپل ځانګړى استازى احمد ضياء مسعود؛ له دندې ګوښه کړى دى.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د ياد فرمان متن خپور کړى دى.

په ياد فرمان کې راغلي، د افغانستان اساسي قانون د (٦٤) مادې د (١٣) فقرې پر بنسټ، د غوره حکومتوالۍ او اصلاحاتو په برخه کې د افغانستان اسلامي جمهوريت ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضيا مسعود ګوښه کول، منظور شول.

د ولسمشر له لوري د احمد ضيا د ګوښه کولو لامل تر اوسه نه دى معلوم، خو احمدضيا مسعود په دې وروستيو کې د ملي يووالي حکومت پر کړنو ډېرې نيوکې کولې.

احمدضيا مسعود، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په لومړۍ دوره کې لومړى مرستيال و، چې د ملي يووالي حکومت په رامنځته کېدو سره نوموړى د غوره حکومتوالۍ او اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه په دنده وګومارل شو، چې د ١٣٩٣ لمريز کال د تلې مياشتې په لسمه نېټه يې خپلې چارې په رسمي توګه پيل کړې وې.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.