ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاریون کوونکو د تخار په چاه اب کې دولتي ادارې تړلې

لاریون کوونکو د تخار په چاه اب کې دولتي ادارې تړلې

author avatar
17 Apr 2017 - 16:24
لاریون کوونکو د تخار په چاه اب کې دولتي ادارې تړلې
author avatar
17 Apr 2017 - 16:24

تالقان (پژواک، ٢٨ ورى ٩٦): د تخار ولايت په چاه اب ولسوالۍ کې لاريون کوونکو د ولسوالۍ او امنيې قوماندانۍ په ګډون د ځينو نورو حکومتي ادارو دروازې هم تړلې دي.

دغه لاريون نن (د وري ٢٧مه) د چاه اب ولسوالۍ په بازار کې د مشرانو جرګې د غړي افضل شامل په پلوۍ ترسره شو.

د لاريون کوونکو په استازيتوب محمد انور پژواک خبري اژانس ته وويل چې لاريون کوونکو د ولسوالۍ، امنيې قوماندانۍ، ښاروالۍ او محکمې دروازې تړلې دي.

د هغه په وينا، دغه لاريون وروسته له هغه وشو چې تېره شپه د نا مسووله وسله والو له لوري د افضل شامل په موټر بريد وشو.

هغه وايي چې شامل په موټر کې نه و، خو ورور يې ټپي شوى او اوسمهال په روغتون کې دى.

دغه راز بل لاريون کوونکي فريدون پژواک ته وويل چې ولسوال، امنيه قوماندان، د محکمې رييس او ښاروال د همدې نا مسووله وسله والو نږدې خپلوان دي.

ده وويل، تر هغه چې د چاه اب ولسوالۍ سيمه ييز چارواکي له دندو نه وي ګوښه شوي، د يادو حکومتي ادارو دروازې به تړلې وي.

خو په ورته وخت کې بیا په مشرانو جرګه کې د تخار استازي افضل شامل پژواک ته وويل چې د چاه اب نا مسووله وسله وال په غلاوو، وژنو، نا امنۍ او د نشه يي توکو په قاچاق کې لاس لري.

شامل وايي، تر هغه چې له کابل څخه يو پلاوى دې ولسوالۍ ته نه وي ورغلى او دغه کسان يې له دندو نه وي ګوښه کړي، د دوى لاريونونه به دوام لري.

د اړوندې موضوع په اړه د تخار امنیه قوماندان مل پاسوال فقیرمحمد جوزجاني پژواک ته وويل چې په چاه اب ولسوالۍ کې لاريون کوونکو د يو شمېر حکومتي ادارو دروازې تړلې دي.

خو قوماندان وايي چې یو شمېر لاریون کوونکو له ځان سره وسلې هم راوړې وې، خو استعمال یې نه کړې او ډېری لاریون کوونکي ماشومان وو.

جوزجاني وويل چې دغه موضوع به جدي وڅېړل شي او د حل يوه لاره به ورته پيدا کړل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.