Language

د پکتیکا د زېړوک خلک روغتیايي اسانتیاوې غواړي

ښرنه (پژواک، ٢٩ ورى ٩٦): د پکتيکا د زېړوک ولسوالۍ اوسېدونکي له ګڼو روغتيايي ستونزو سره مخ دي او وايي چې دغه ولسوالۍ يوازې يو کلينيک لري خو ډاکتران په کې نشته.

د یادې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي صورت خان ځدراڼ د وري په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د نا امنې تر څنګ له ګڼو روغتيايي ستونزو سره هم مخ دي.

هغه زياته کړه: ((موږ په ټوله ولسوالۍ کې يوازې يو کلينيک لرو، په دې کلينيک هم ډاکتران نه وي يوازې يو واکسيناتور دى او هغه د خلکو درملنه کوي.))

ده وويل چې په دې ولسوالۍ کې د روغتيايي ستونزو له امله هره مياشت يو شمېر ميندې د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دغه راز د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکي محمد هاشم هم پژواک ته وويل چې د دې سيمې خلک د روغتيا تر څنګ په ټولو برخو کې ستونزې لري.

هغه زياته کړه: ((نا امنې ښه ډېره ده، کلينيک نشته، سړک نشته، نور کارونه هم دلته نه دي شوي.))

د هغه په وينا، کله چې ناروغان او په ځانګړي ډول مېرمنې د زېږون لپاره نورو سيمو ته انتقالېږي د لارې په اوږدو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د دې ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي د نوم له اخيستو پرته پژواک ته وويل: ((ښځه مې په اولاد مريضه شوه، دلته کلينيک نشته، لارې هم نا امنه دي خو کله چې مې بل ولايت ته وړله نو سهار مهال په لاره کې مړه شوه.))

د زېړوک خلک له اړوند چارواکو غوښتنه وکړه چې هر څه ژر يې روغتيايي او نورې ستونزې هوارې کړي.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا د عامې روغتيا رييس ډاکتر ولي ګل پژواک ته وويل چې د زېړوک تر څنګ د لرو پرتو ولسواليو اوسېدونکي له روغتيايي ستونزو سره مخ دي.

هغه د زېړوک په اړه وويل چې په دې ولسوالې کې دوه کلينيکونه شته او له اړتيا سره سم په خدمات وړاندې کېږي.

هغه دا هم وويل چې د زېږون پر مهال د ميندو د مړينې کچې د کموالي په موخه يې هم يو پلان جوړ کړى دى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.