محمودراقي (پژواک، ٢٩ ورى ٩٦): د کاپيسا ولايت لس ملکي او نظامي مامورين د اداري فساد په تور نيول شوي دي.
د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي د وري په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کسان پرون د کورنيو چارو وزارت د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې رياست له خوا نيول شوي دي.
هغه زياته کړه، په نيول شوو کسانو کې د دويم کوهستان ولسوالۍ امنيه قوماندان، د يادې ولسوالۍ اداري مدير او جنايي امر هم شامل دي.
يوسفزي وويل، د ياد رياست کسانو لومړی د کاپيسا ولايت له مقام څخه ليدنه وکړه او بيا يې په امنيه قوماندانۍ کې خپلې څېړنې وکړې او د ولايت له مقام څخه يې هم اوه تنه د اداري فساد په تور له ځان سره بیولي دي.
د نوموړي په وينا، د روانې اونۍ په سر کې د کاپيسا د امنيه قوماندان له خوا له فساد سره د مبارزې يوه کمېټه جوړه شوه چې د ولايتي شورا، مدني ټولنې او د علماوو شورا استازي يې غړي دي.
بلخوا د يادې ولسوالۍ يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل، د امنيې قوماندانۍ يو شمېر کارکوونکي چې په اداري فساد کې ښکېل وو، په تېښته بريالي شوي دي.
د ولايتي شورا رييس حسين سنجني د يادو کسانو نيول تاييد کړل او ويې ويل چې دغه کسان له کابل څخه راغلي پلاوي له خوا نيول شوي دي.
خو هغه دا ونه ويل چې د ولايت له مقام څخه څو تنه نيول شوي دي.
د کاپيسا ولايت مقام تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، تېر کال هم د کاپيسا د امنيه قوماندان په ګډون نږدې لس تنه د اداري فساد په تور نيول شوي وو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP