کندوز (پژواک، ٢٩ ورى ٩٦): د کندوز ځيني او د ولايتي شورا غړي وايي چې له څو ورځو راهيسې په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو له لوري د وسله والو مخالفينو ځپلو لپاره د "خالد" په نوم عمليات پيل شوي خو تر اوسه امنيتي ځواکونه هېڅ لاسته راوړنه او پرمختګ نه لري.
د کندوز ولايتي شورا غړي صفي الله اميري چې د جګړې له لومړۍ کرښې يې ليدنه کوله پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه عمليات له تېرو څلورو ورځو راهيسې د کندوز ښار له لوکې سيمې پيل شوي خو امنيتي ځواکونو تر اوسه هېڅ پرمختګ نه دى کړى.
هغه زياته کړه: "د عملياتو په سيمه کې ټول ښوونځي تړل شوي او خلکو خپل کورونه پرېيښي دي، تر اوسه پرمختګ نه دى شوى. لا هم د کندوز ٨٠ سلنه خاوره له طالبانو سره ده."
له بل پلوه د کندوز اوسېدونکي هم د عملياتو پر ټکني بهير کلکه نيوکه کوي او وايي چې امنيتي ځواکونه تر اوسه د پام وړ لاسته راوړنه نه لري.
د کندوز ښار د تلوکه سيمې اوسېدونکي ګل اغا وويل: "زموږ کورونه د ښکېلو غاړو په سنګرونو بدل شوي دي، موږ بېځايه شوي يو او امنيتي ځواکونه هم هېڅ پرمختګ نه لري، ښوونځي تړلي او زه يوازې کور کې يم دواړه غاړې يو بل ته کمين کې ناستې دي او که همدا ډول عمليات وي نو يوکال به هم عمليات پايله ونه لري.
خو د کندوز امنيې قوماندانۍ د امنيت امرسمونوال صفر محمد وايي چې له وسله والو مخالفينو د کندوز ښار اړوند د ملا سردار، فيض محمد او پنجشېري ها کلي چاڼ کړي او لا هم عمليات دوام لري.
login or register a new account.