Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تخار کې د سرحدي پولیسو د دویم کنډک رییس ارکان وژل شوی

تالقان (پژواک، ٣٠ ورى ٩٦): د تخار په ينګي کلا ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په کمين کې د دغه ولايت د سرحدي پوليسو د دويم کنډک رييس ارکان وژل شوى او څلور نور پوليس ټپيان دي.

د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د وري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سرحدي پوليسو د دويم کنډک رييس ارکان سمونوال پاينده خان نن په ينګي کلا ولسوالۍ کې د طالبانو پر کمين برابر شوى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې سمونوال پاينده خان وژل شوى او څلور نور ملګري يې ټپيان دي.

ده وويل چې په ټپيانو کې د سرحدي پوليسو د استخباراتو مدير او د جلب او جذب مدير هم شامل دي.

هغه زياته کړه: ((دغه کسان د درقد او خواجه بهاءالدين ولسواليو تر منځ د امنيتي پوستو د ارزونو په موخه سيمې ته تللي وو.))

د سيمې اوسېدونکي طارق پژواک ته وويل چې طالبانو د کهنه زاخ په سيمه کې د چرسيانو پوستې ته څېرمه د امنيتي ځواکونو پر کاروان بريد وکړ.

هغه وايي چې په دغه بريد کې يوه ټانک او دوه رينجر له منځه تللي خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.

وسله وال طالبان هم ياده پېښه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د خواجه بهاءالدين ولسوالۍ په اکبر باغ سيمه کې طالبانو پر امنيتي ځواکونو بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې د سرحدي پوليسو د دويم کنډک رييس ارکان سمونوال پاينده وژل شوى او څلور نور ملګري يې ټپيان دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.