کلات (پژواک، ٣٠ ورى ٩٦): چارواکي وايي چې د زابل ولايت د شينکۍ ولسوالۍ امنيه قوماندان د ماين په يوه چاودنه کې وژل شوى دى.
د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال ميرويس خان نورزي د وري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه يوولس نيمې بجې د شينکۍ ولسوالۍ اړوند د سيوري سيمې پر يوې پوستې بريد وکړ.
هغه زياته کړه، د شينکۍ امنيه قوماندان سيف الله هوتکي يادې ساحې ته د پوليسو د مرستې په موخه روان و چې په لاره کې يې پر ټانک د ماين چاودنه وشوه.
د نورزي په وينا، په دې چاودنه کې د شينکۍ ولسوالۍ امنيه قوماندان هوتکي له خپل يوه ساتونکي سره وژل شوى او څلور نور پوليس ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP