ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل ښاروال: له دندې زما د ګوښه کېدو په اړه ادعاوې بې بنسټه دي

د زابل ښاروال: له دندې زما د ګوښه کېدو په اړه ادعاوې بې بنسټه دي

author avatar
19 Apr 2017 - 15:51
د زابل ښاروال: له دندې زما د ګوښه کېدو په اړه ادعاوې بې بنسټه دي
author avatar
19 Apr 2017 - 15:51

کابل- کلات (پژواک، ۳۰ ورى ۹۶): د زابل ښاروال هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې دى د محکمې د پرېکړې له مخې له دندې ګوښه شوى دى.

ښاروال کريم الله دغه څرګندونې د وري په ٣٠مه په داسې حال کې وکړې چې په همدې ورځ د زابل وکيل عبدالقادر قلاتوال ولسي جرګې ته وويل چې ښاروال په غير قانوني توګه خپله دنده پر مخ وړي.

خو ښاروال کريم الله پژواک خبري اژانس ته وويل، د عدلي او قضايي ارګانونو له لوري د ده په اړه هېڅ ډول داسې پرېکړه نه ده شوې چې له امله يې د ده دنده ځنډول شوې وي.

هغه زياته کړه: ((زه يو عادي سړی يم، قانون ته ژمن يم، که داسې کومه پرېکړه شوې وي، ما په خپله پر ځان عملي کوله.))

ښاروال وويل، د ولسي جرګې د غړي عبدالقادر کلاتوال معلومات بشپړ نه دي او داسې هېڅ پرېکړه نه ده شوې.

د نوموړي په وينا، دى زورواکى نه دى او نه هم شخصي وسله وال لري، که په دې اړه کومه پرېکړه شوې وي، نو په دغه ولايت کې پوليس او قانون شته، پر ده يې عملي کوله.

کريم الله وايي، يو شمېر مافيايي کړۍ چې د کلات په ښار کې د پرمختيايي کارونو مخه نيسي، ورته ستونزې جوړوي او د ده د بدنامۍ هڅه کوي.

تر دې مخکې په ولسي جرګه کې د زابل وکيل قادر کلاتوال ادعا وکړه چې د کلات ښاروال، سره له دې چې د محکمې له خوا د اداري فساد په تور يې دنده ځنډول شوې، خپلې دندې ته ادامه ورکوي.

هغه چې نن یې د ولسي جرګې غونډې ته وينا کوله، له حکومت څخه وغوښتل چې د زابل پر ښاروال د محکمې پرېکړه عملي کړي.

د ولسي جرګې لومړى مرستيال همايون همايون چې نن يې د جرګې مشري پر غاړه وه، له امنيتي ارګانونو وغوښتل، څو پر ښاروال د محکمې حکم تطبيق کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.