غزني (پژواک،٣١ ورى ٩٦): په غزني کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست او ژوند مدني ټولنې له لوري د ژوند کلنۍ مشاعره ترسره شوه.
په دې مشاعره کې چې تېره ورځ له غرمې وروسته درې بجې پيل او تر ماښام پورې يې دوام وکړ، د غزني او نورو ولایتونو په ګډون لسګونو شاعرانو او خلکو په کې ګډون کړى وو. دغه مشاعره درې کاله وړاندې په غزني کې په لومړي ځل جوړه شوه، چې اوس هر کال په دغه ولایت کې ترسره کېږي.
له مشاعرې مخکې په غزني کې د ژوند ټولنې مرستیال محمد فاروق بویا په دې مشاعره کې د نورو ولايتونو د شاعرانو په ګډون خوښي وښوده او ويې ويل، چې دا مشاعره به هر کال په دې ورځو کې نمانځل کېږي.
ده زياته کړه، ژوند ټولنه او د غزني کلتور ریاست هڅه کوي د نورو ولایتونو او غزني شاعران سره ټول کړي، ترڅو په ګډه خپل شعرونه ووايي.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رييس بشيراحمد محمدي له ځوانانو وغوښتل چې د شعر له لارې د سولې پيغام خلکو ته ورسوي.
دى زياتوي: "اوسنۍ ناخوالو او دردونو د خلکو زړونه مړه کړي دي، خو يواځې شاعران دي چې د خلکو دردونه د شعر په ژبه وړاندې کوي."
د هغه په وينا، هڅه کوي چې په غزني کې ورته هنري او کلتوري پروګرامونه جوړ کړي، ترڅو له دې لارې کلتوري برخې ته کار وکړي.
ليکوال او شاعر اسدالله جلالزي وويل، په غزني کې له دې وړاندې داسې کلنۍ مشاعره نه وه، خو دا چې اوس يې بنسټ ايښودل شوى، يو ښه کار دى، خو بايد دوام وکړي.
ورپسې مشاعره له پکتيا څخه د راغلي شاعر محمد نبي په شعر پيل شوه، ورپسې قدرت الله ملنګ، د هېواد وتلي شاعر مطيع الله تراب او نورو شاعرانو خپل شعرونه وويل، چې د ګډونوالو له خوا تود هرکلى وشو.
د مشاعرې په پاى کې د ژوند ټولنې له خوا يوه تمثيلي ټوټه هم وړاندې شوه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP