مزارشريف (پژواک، ۳۱ وری ۹۶): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د مشال خان په وير غونډه وشوه.
دغه غونډه، چې د بلخ ادبي خوځښت په نامه د ټولنيز او کلتوري مرکز له خوا د وري په ۳۱ مه، رابلل شوې وه، په کې د مشال خان تصوير ته ګلونه کېښودل شول او په ياد يې شمعې بلې شوې.
تېره پنچشنبه د ډيورنډ کرښې هاغاړې د پېښور په ولي خان پوهنتون کې مشال خان اسلام ته د سپکاوي په تور په ډله ييزه توګه ووژل شو؛ خو له وژنې وروسته يې په ټولنيزو رسنيو کې په ډاګه شول، چې نوموړى د افراطيت ښکار شوی او په وژنه کې يې د سيمې استخباراتو لاس درلود.
د بلخ ادبي خوځښت د مشرتابه غړي ليکوال جاوېد واک د يادې غونډې د جوړېدو په تړاو پژواک خبری اژانس ته وويل، په کابل او پېښور کې د افراطيت رنګ يو دی؛ نو بايد پر وړاندې يې د تپل شوې کرښې دواړو غاړو ته افغانان په ګډه مبارزه وکړي.
نوموړي په کابل کې د فرخندې وژنه او په پېښور کې د مشال خان وژنه د افراطيت دوه اړخونه وبلل.
د هغه په وينا، لوستي ځوانان دنده لري چې د ورته کړنو پر وړاندې غږ پورته کړي.
د بلخ پوهنتون استاد سيرت نوري چې په دې وير غونډه کې يې برخه لرله، پژواک ته وويل، مشال خان د سيمې استخباراتو وژلی دی.
ده زياته کړه، مشال خان نه يوازې د افراطيت پر وړاندې مبارزه کوله، بلکې له کرښې اخوا له هغو افغانانو څخه يو و، چې ډيورنډ کرښې ته قايل نه و.
د ده په خبره، له همدې امله، دی د هغو افراطيانو په لاس ووژل شو چې د سيمې د استخباراتو په ولکه کې دي.
د غونډې بل ګډونوال محمد صديق پژواک ته وويل، له اسلام څخه ناسم درک د دې لامل کېږي، چې ورته پېښې زياتې شي.
نوموړي زياته کړه، ځوانان بايد د اسلام په تړاو ژوره مطالعه وکړي.
د هغه په وينا، اسلام د افراطيت دين نه دی او د اسلام په اړه پوهاوي له لارې به د افراطيانو پر وړاندې مبارزه ښه رنګ او ښه اغېز ولري.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP