ښرنه (پژواک، ٣١ ورى ٩٦): د پکتيکا ولايت په درېیو ولسواليو کې د څلورو وزيرستانيانو په ګډون ١٤ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
د پکتيکا د والي وياند محمدالرحمن اياز د وري په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د ګواشتې ولسوالۍ د عزيز چينې په سيمه کې بريد کړى دى.
هغه وايي چې دغه بريد پر يوه ډاډسن ډوله موټر ترسره شوى چې په کې ناست پنځه وسله وال وژل شوي دي.
ده وويل، په همدې شپه وسله والو طالبانو د وازېخوا ولسوالۍ پر يوې امنيتي پوستې هم بريد کړی چې په ترڅ کې یې درې طالبان وژل شوي دي.
دغه راز اياز وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه د ګيان ولسوالۍ پر څلورو امنيتي پوستو بريدونه وکړل.
هغه وايي، جګړه ماښام اووه بجې پيل شوه او د سهار تر څلورو بجو يې دوام وکړ چې په ترڅ کې یې شپږ طالبان و وژل شول.
ده وويل چې په يادو وژل شوو کې څلور وزيرستاني طالبان هم شامل دي.
دغه راز د وازېخوا ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالغني پکتين پژواک ته وويل چې د تېرې شپې په جګړه کې لس طالبان وژل شوي دي.
هغه زياته کړه: ((د دې ولسوالۍ نر او ښځه د طالبانو پر وړاندې جګړه کوي او طالبانو ته اجازه نه ورکوي چې دغه سيمه نا امنه کړي.))
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP