کابل (پژواک، ٢ غويى ٩٦): ولسمشر محمداشرف غني د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندانۍ کې د وروستي ترهګريز برید قربانيانو ته د درناوي په خاطر د حکم په صادرولو سره یکشنبه ملي ماتم اعلان کړ.
له ارګ څخه د غويي په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر د حکم په حواله راغلي: ((د وروستۍ تروریستي پېښې د شهیدانو د اعزاز او درناوي په موخه چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو جومات کې د جمعې لمانځه اداکولو په وخت کې شهیدان شول، لاندې مراتب منظور دي.))
لومړۍ ماده: یکشنبه (۳/۲/۱۳۹۶) ملي ماتم اعلان شو او په ټول هېواد او سیاسي نمایندګیو کې دې د افغانستان بیرغ نیمه ځوړند شي.
دویمه ماده: د جمهوري ریاست ارګ جامع جومات او د هېواد ټولو جوماتونو کې دې ۲۰۹ شاهین قول اردو کې د وروستۍ تروریستي پېښې د قربانيانو روح ته د دعا ځانګړي مراسم د یوې ورځې لپاره ترسره شي.
وسله والو طالبانو پرون پر شاهين قول اردو د جمعې د لمانځه پر مهال، ډله ييز بريد کړى و، چې د وروستيو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ١٣٥ کسان وژل شوي او تر ٦٠ زيات ټپيان دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP