مزارشريف (پژواک، ٣ غويى ٩٦): د بلخ والي عطاء محمد نور وايي چې د خداى په مرسته به له وسله والو طالبانو څخه د شاهين قول اردو د بريد غچ اخلي.
وسله والو طالبانو وړمه ورځ (د غويي په لومړۍ نېټه) د جمعې د لمانځه پر مهال په بلخ ولايت کې د شاهين قول اردو پر قوماندانۍ ډله ييز بريد وکړ چې د وروستيو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ١٣٥ کسان وژل شوي او تر ٦٠ زيات ټپيان دي.
د بلخ والي عطاء محمد نور چې د غويي په ٣مه يې په مزارشريف کې د ښځو په اړه جوړې شوې غونډې ته وينا کوله، په ګواښنه لهجه طالبانو ته وويل، د خداى (ج) په مرسته به د ياد بريد غچ ترې اخلي.
هغه زياته کړه: ((د خپلو وژل شوو ځوانانو له هر څاڅکي وينې څخه به دفاع کوو.))
نوموړي پر شاهين قول اردو بريد کوونکي وحشي او حيوان صفته انسانان ياد کړل او ويې چې دوى د هېڅ دين او انسانيت پر معيار برابر نه دي.
عطاء محمد نور وويل چې دغو بريدګرو په خپلو ناپاکو لاسو د خپلو بادارانو په دستور پر هغو ځوانانو بريد کړى چې د جمعې پر لمانځه ولاړ وو.
د بلخ د والي په وينا، دښمن د وسله والو ځواکونو د مخامخ جګړې توان نه لري او دوى کله هم چې په جګړه کې سر پورته کړى، نو ځپل شوي دي.
په ياده غونډه کې د اجرائيه رياست لومړى مرستيال انجنير محمد خان او د ښځو چارو وزيرې هم برخه اخيستې وه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP