ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ځانمرګي بريد کې ١٢ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د خوست ځانمرګي بريد کې ١٢ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
24 Apr 2017 - 18:04
د خوست ځانمرګي بريد کې ١٢ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
24 Apr 2017 - 18:04

خوست ښار  (پژواک، ٤ غويى ٩٦) : په خوست ولايت کې پر ځانګړو افغان ځواکونو شوي ځانمرګي بريد کې ١٢ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خوست ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت د غويي په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ځانمرګى بريد نن  ترغرمې وروسته په شاوخوا يوه بجه زاړه  هوايي ډګر سره ، چېرته چې د امريکايي ځواکونو پوځي اډه هم ده پر يوې پوستې وشو.

هغه زياته کړه، ځانمرګي بريدګر د سپين فلانيګ کوچ موټر په وسيله دا بريد  کړى چې په ترڅ کې يې د افغان ځانګړو ځواکونو څلور سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

دغه راز امنيه قوماندان وويل، په کورونو کې دوه نجونې هم ټپيان شوې او د سيمې اوسېدونکو ته مالي زيانونه اوښتي دي.

ددې چاودنې غږ په ټول خوست ښار او شاوخوا سيمو کې اورېدل شوى او د نږدې کورونو ښيښې يې ماتې کړې دي.

ددې بريد مسووليت تر اوسه چا په غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.