ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” د خوست ځينې وکيلان د روغتيايي پرمختګونو مخه نيسي “

” د خوست ځينې وکيلان د روغتيايي پرمختګونو مخه نيسي “

author avatar
24 Apr 2017 - 10:51
” د خوست ځينې وکيلان د روغتيايي پرمختګونو مخه نيسي “
author avatar
24 Apr 2017 - 10:51

خوست ښار (پژواک، ٤ غويى ٩٦): د خوست د عامې روغتيا سرپرست رييس وايي چې په ولسي جرګه کې د خوست ځينې استازي يې د روغتيايي خدماتو په برخه کې د فعاليتونو مخه نيسي.

ډاکټرګل محمد دين منګل وايي، ددې پرځای چې په ولسي جرګه کې د خوست ځينې استازي له وزارت او نورو بسپنه ورکوونکو څخه خپل ولايت ته د روغتيايي اسانتياوو غوښتنه وکړي، په دغه ولايت کې د روغتيا په برخه کې د پرمختګونو خنډ ګرځي.

نوموړي چې د ډاکټرانو يوې غونډې ته يې خبرې کولې، په دې اړه د کوم وکيل نوم وانخيست، خو زياته يې کړه چې د ولسي جرګې ځينې وکيلان د خپلو شخصي ګټو په خاطر ملي ګټې تر پښو لاندې کوي.

ده وويل: ((متاسفانه زموږ وکيل د استيضاح پرمهال وزير ته وايي چې زما دا کس هلته رييس مقرر کړه او دا کس مې هلته مامور مقرر کړه، که نه يوه ورځ به له ما څخه په وزارت کې پاتې نه شې.))

منګل وايي، په ولسي جرګه کې د خوست د استازو د شخصي غوښتنو له امله دغه ولايت ته د ورغتيايي اسانتياوو له پلوه د نورو ولايتونو په پرتله کمه پاملرنه کېږي.

ده زياته کړه:((دا هغه خبرې دي چې په خپله د عامې روغتيا وزير فيروزالدين فيروز زموږ مشرانو او خلکو ته کړې دي. زه وايم چې په اداره کې ادلون او بدلون يو اصل دی، خو د روانو هلو ځلو قضاوت خو بايد وشي.))

ده د ولسي جرګې پر غړو سربېره،د خوست د ولايتي شورا غړو او دولتي چارواکو څخه وغوښتل چې په دغه ولايت کې د روغتيايي اسانتياوو د پراخېدو لپاره له مرکزي دولت څخه پوره امکانات وغواړي.

منګل په دې هکله وويل: ((په لرې پرتو سيمو کې زما خويندې د ولادت پرمهال ژوند له لاسه ورکوي، خو زما وکيل د استيضاح پرمهال له وزير څخه شخصي فرمايشونه کوي. زه دا وايم چې خلکو رايه درکړې ده، د عامې روغتيا وزير له ګريوان څخه راونيسه او خپل حق ترې وغواړه، نور په وړو وړو خبرو پسې مه ګرځه.))

ډاکټر منګل همدارنګه وويل، دوی هم له ستونزو خالي نه دي، خو د هواري لار  يې دا وبلله چې د مخالفتونو پرځای يو له بل سره همکاري وکړي.

په ورته وخت کې د خوست د ولايتي شورا رييس مجيب الرحمن سليم زوی ځدراڼ پژواک اژانس ته وويل، پر دې نه پوهېږي چې په ولسي جرګه کې د خوست کوم استازی د روغتيايي خدماتو خنډ ګرځي.

هغه زياته کړه: ((دا سمه ده چې ځينې وکيلان دا هڅه کوي چې د اوسني سرپرست رييس پرځای خپل کس مقرر کړي،خو دا چې د روغتيايي خدمتونو مخه څوک نيسي، دا بايد ډاکټر ګل محمددين په ګوته کړي.))

په همدې حال کې په ولسي جرګه کې د خوست استازي کمال ناصر اصولي له پژواک اژانس سره په خبرو کې ددغه ولايت د عامې روغتيا د سرپرست رييس هغه ادعاوې بې بنسټه وبللې چې ګني د ولسي جرګې غړي د روغتيايي خدماتو مخه نيسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.